د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د حماس ډلې سره جګړه کې د سمدستي ډزبندۍ امکانات مسترد کړل او ویې ویل چې د امریکا د جنګ بندۍ او د حماس له ولقې نه د یرغملو کسانو د آزادېدو دپاره د صدر جو بایډن لخوا پېش کړی شوی ترکیب، یوه جزوي خاکه ده.
نېتنیاهو له ډېرې مودې راهېسي په غزه کې د حماس ډلې په تباه کولو ټینګار کړی دی، مګر هغه په یو بیان کې ویلي دي: "دا دعوې چې ګني مونږ بغیر د دې چې مقاصد مو حاصل شي، ډزبندۍ باندې اتفاق کړی دی، ناسمه خبره ده."
بایډن تېره هفته د غزې د نوې ډزبندۍ په اړه یو نوی ترکیب اعلان کړ چې اوله مرحله یې د جګړې بندېدل او د حماس ډلې لخوا د ځینو یرغملو کسانو راخوشې کېدل و.
که څه هم اسرایلي چارواکو د دې پېش کړی شوي ترکیب په جزئیاتو پوښتنې راپورته کړلې، مګر د اسرایل پوځ اعلان وکړ چې د حماس لخوا د نیول شوو څلورو یرغملو تنانو د مړینې پخلی هم شوی دی، چې په کې درې زاړه نارینه هم شامل و، کوم چې د حماس په ولقه کې یې د خپلې آزادۍ دپاره بې نتیجې خواستونه هم کړي و.
امریکایي چارواکي وایي، په دې باور دي چې که چېرته حماس د ډزبندۍ پېش کړی شوي ترکیب باندې اتفاق وکړي، چې تر اوسه یې ندی کړی، نو اسرایل به دا مني. د اسرایل د حکومت یو ویاند وویل چې "جنګ به په دې مقصد اودرېږي چې یرغمل تنان راستانه شي" او د هغه نه وروستو به په دې خبرې کیږي چې د حماس د تباه کولو مقصد څنګه حاصلېدلی شي.
د امریکا خارجه وزارت وویل چې خارجه وزیر انټني بلېنکن په پېش کړی شوي ترکیب باندې د اسرایلي چارواکو سره خبرې کړې دي، او زیاتوي چې دا پلان به "د اسرایل د امن اوږدمهاله مفادات پرمخ بوزي."
د امریکا د خارجه وزارت ویاند مېتیو مېلر وایي، بلېنکن د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلنټ او د کابینې له وزیر بېني ګنتز سره هم جدا جدا خبرې وکړې او هغو ته یې وویل چې د ډزبندۍ دغه پېش کړی شوی ترکیب به "د ټولو یرغملو تنانو آزادي او په ټوله غزه کې د بشري امداد اضافه کول" تضمین کړي.
مېلر زیاته کړه: "خارجه وزیر د دې پېش کړی شوي پلان له امله اسرایل وستایلو او ټینګار یې وکړ چې حماس ته په کار ده بغیر د څه ځنډه، دا معامله قبوله کړي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترجمان دا هم وویل چي په دې پلان سره ممکن د لبنان او اسرایل په سرحدي علاقو کې هم امن راشي او اسرایلي وګړي وکړی شي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د اسرایل دفاع وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې ملک یې دا نه قبلوي چې د امن د پروسې په هېڅ کوم پړاو کې دې حماس ډله په غزه واکمنه پاته شي، او اسرایل دې کار ته د حماس ډلې پر ځای د بدیل پیدا کولو لارې چارې ارزوي.
په همدې حال کې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو پخپل حکومت کې دننه د سیاسي چلېنجونو سره مخ دی. د هغه په ائتلافي حکومت کې شامل سختدریځه یهودي ډلې وایي که چېرته نېتنیاهو د ډزبندۍ ترکیب ومنلو، نو هغوی به د حکومت نه ووځي او دې سره به ائتلافي حکومت د ماتېدو سره مخ شي.
د حزب اختلاف مشر یائیر لپېد د نېتنیاهو نه غوښتي چې پېش کړی شوی پلان دې قبول کړي او که چېرته سختدریځه ګوندونه یې له حکومته وځي، نو حزب اختلاف به د نېتنیاهو ملا وتړي.
Forum