د ګل/دوشنبې تر سهار پوری د وړومبیو رسمي شمیرو ترمخه د مېکسیکو انتخاباتو کې د واکمن ګوند امیدواره، ۶۱ کلنه د نوبیل امن جایزې ګټونکې میرمن کلاډیا شینبام د هیواد صدراتي انتخابات ګټي او دې سره به د هیواد لومړۍ ښځینه مشره جوړه شي.
د قامي الیکشن انسټیټیوټ مشر مطابق د لومړي ناتائیده نتائجو ترمخه د میکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله میرمن کلاډیا شینبام د اته پنځوس نه واخله تر شپیتو اعشاریه اووه فیصده ووټونو سره انتخابات ګټي.
مېرمن شینبام د ابتدائي نتایجو د راښکاره کېدو وروستو وویل: «نن موږ د مېکسیکو خلکو دا ممکنه کړیده چې د څلورم بدلون پرمختګ ته دوام ورکړو او په تیر دوه سوه کالو کې په وړومبي وار یئ یوه ښځه د جمهوري ریاست مشره اوټاکله.»
په مېکسیکو کې قریبا سل میلینه کېتهولک عیسایان اباد دي، او میرمن شینبام به وړومبې داسې صدره وي چې یهودي میراث سره تعلق لري.
د میرمن شینبام د شهرت یو لامل، د تلونکي صدر آندریس مینول لوپیز اوبراډور مقبولیت دی کوم چې د هیواد شپېته فیصده خلک یې خوښوي. د وړومبي نتائجو ترمخه د شینبام مورېنا پارټي د مېکسیکو کانګریس په دواړه برخو کې اکثریت سره ګټي.
د هغې مخالفې میرمن سوچیل ګالویز کومه چې سینېټره او کاروباري ښځه ده او د مېکسیکو د خاورې خپلو خلکو څخه ده د شپږویشت نه تر اته ویشت (۲۸-۲۶) فیصده پورې ووټونه اخستې دي.
سوچیل ګالوېز وویل، انتخابات ختم شول او اوس د یووالي وخت دي. هغې زیاته کړه: «دا وخت کمپائن پرشا د پریښودو او د پخلاینې مرحلې ته د داخلیدو دې کوم چې موږ په ګډ کور مېکسیکو کې یو ځای کوي. موږ دې حقیقت باندې سترګې نشو پټولی چې دا یوه غېر مساوي پروسه وه، چې په کې صدر مداخلت کاوو او ټولنیز پروګرامونه یئ پکې کارول. دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو زیات تاوتریخوالي واله انتخابي پروسه هم وه.»
د شنبې یا اتوار په وار ووټونه شورو کیدو وړاندې په غربي ایالت کې یو ځائي کاندید ووژل شو. د چارواکو په وینا اوسني انتخابي کمپائن کې ۲۵ نور امیدواروان هم وژل شوی دي.
په مېکسیکو کې د کال ۲۰۰۶ راهسې د مخدره موادو قاچاقبرو خلاف د فوځ او پولیس کارولو پس تر اوسه څلور نیمه لکه خلک وژل شویدي.
شینبام ژمنه تکرار کړیده چې د جرمونو سدباب لپاره به د صدر لوپیز لانجمنه تګلاره چې ګولۍ نه غاړه یا «هګز ناټ بولېټس» یادیږي، پرمخ به بوځي.
Forum