لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په پولیسو د وسله والو برید کې یو عسکر وژل شوی، بل ژوبل


د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دا پېښه د ګل یا دوشنبې په ورځ د سهراب ګوټ سیمې سره نزدې رامنځته شوې ده.

د ویاند له مخې دغلته د څاروؤ منډهي تر څنګ په پوسته ولاړو پولیسو باندې نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې د یاسین په نوم پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د عباس په نوم بل عسکر ژوبل شوی دی.

له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیا‌ الحسن لنجار په دې پېښه خفګان ښکاره کړی پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې د عاجلو ګامونو اخستو وینا کړې ده.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

په کراچۍ کې په دې وروستیو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابېدو په لوري روانه شوې ده اؤ رپورټونه وایي چې په دغه ښار کې په تېرو پینځوؤ میاشتو کې یوازې 71 کسان د شوکمارانو لخوا د شوکو په مهال وژل شوي دي.

د پاکستان رسنیو لخوا مخې ته د راغلو شمیرو له مخې په تېرو پینځوؤ میاشتو کې په کراچۍ ښار کې په هدفي بریدونو،شخصي دښمنو، نښتو اؤ د ناموس په نوم وژنو کې تر 180ؤ زیات کسان وژل شوي دي.

پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پکس) په یو راپور کې ویلي، په پاکستان کې په مې میاشت کې د ترهګرۍ 86 پېښې شوي اؤ په دې پېښو کې 90 کسان وژل شوي چې 22 تنه یې د امنیتي‌ ادارو کسان وو.

راپور ښیي چې تېره میاشت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 82 ترهګر هم وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG