لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن هوثي یاغیانو نوی میزایل ښکاره کړی چې د ایران هايپرسانېک سره ورته دی


واشنګټن – د یمن هوثي یاغیانو یو نوی میزایل ښکاره کړی چې له هغه میزایل سره ورته والی لري کوم چې تر دې مخکې ایران ښکاره کړی و او تهران ویلي وو چې د غږ په څېر تېز یا هایپرسانېک دی.

هوثیانو د "فلسطین" په نامه دغه میزایل چې کوپړۍ یې د فلسطین د څادر په څېر رنګ شوې د ګل یا دوشنبې په ورځ په اسرایلو توغولی، سېرنې ورسره غږېدلي خو د ویجاړی او مرګ ژوبلې راپور پکې نه دی ورکړل شوی.

د هوثي یاغیانو لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري د فلسطین په نامه دا میزایل له ګرځنده لانچر باندې پورته کېږي او ژر هوا ته الوځي او له انجن څخه یې سپین لوګي خیژي.

سپین لوګي هغه مهال له میزایل څخه وځي چې په میزایل کې د سون کلک یا جامد توکي وي او د مایع سون توکو درلودونکو په پرتله ژر برابرېږي او توغول کېږي.

همدا د هوثي یاغیانو لپاره د اندېښنې خبره هم ده خکه د هغوی د میزایلو د توغلو په سایټونو باندې بیا بیا د امریکا او متحدو ځواکونو لخوا په دې وروستیو میاشتو کې بریدونه شوي ځکه یاغیان په سره سمندر کې په دهلیز کې په کښتیو باندې بریدونه کوي.

په هوثیانو باندې یو دغه ډول برید د میزایلو له ویشتلو څخه دمخه ترسره شوی.

هوثیانو ویلي، چې د فلسطین په نامه میزایل "په سیمیزه توګه جوړ شوی".

خو هوثیان داسې نه ګڼل کېږي چې د پېچلو میزایلو د جوړولو وړتیا دې ولري ځکه یمن د عربي نړۍ له غریبو هېوادونو څخه دی چې د یوې لسیزې راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.

هوثیانو ته د راپورونو له مخې، په وار وار د ایران لخوا وسلې ورکړل شوي خو ایران ادعا کوي چې دوی هوثیانو ته وسلې نه ورکوي.

خو د امریکا او د متحدینو لخوا په نیول شویو وسلو کې په ایران کې جوړې وسلې موندل شوې دي.

ایراني‌ رسنیو د فلسطین په نامه جوړ میزایل په سیمیزه توګه جوړ شوی میزایل بلل چې هوثیانو جوړ کړی.

خو په میزایل کې د ډیزایل توکي له هغو میزایلو سره ورته دي چې د ایران انقلابي ګارد لخوا جوړ شوي چې یو پکې د فتح په نامه دی.

ایران دغه میزایل تېره کال ښکاره کړی وو او ادعا یې کړې وه چې د غږ له سرعت څخه ۱۵ چنده تېز دی.

ایران دا هم ویلي وو چې دغه میزایل یې تر ۱۴۰۰ کیلومټرو پورې واټن وهي.

د روس دولتي رسنۍ په مارچ میاشت کې د یو نامعلومه سرچینې له خولې ویلي وو چې هوثیان هایپرسانیک میزایل لري.

داسې باور دی چې چین هم د امریکا په څېر د داسې وسلو په جوړولو باندې کار کوي.

روس ویلي چې دوی لا له مخکې څخه کارولي هم دي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې د فلسطین په نامه د هوثیانو دا هایپرسانیک میزایل څومره تېز دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG