د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو تورونه لګولي، لاهور هايکورټ په دغه اړه از خود نوټس اخستی، د تورونو د قضيې فېصله یې محفوظ کړې ده.
د لاهور هايکورټ چيف جسټس ملک شهزاد احمد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د قضیې اورېدنه کړې ده.
د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ رجسټرۍ ته په اووم جون يو خط ترلاسه شوي، د سرګودهې د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج محمد عباس په ياد خط کې ویلي، په 25 مې د هغه د ترهګرۍ ضد عدالت کې د جج په حېث لومړۍ ورځ وه، هغه ته پيغام ترلاسه شوی وو چې د استخباراتي ادارې آی اېس آی ځينې چارواکي ورسره په چېمبر کې ليدل غواړي.
خو هغه ورسره د ليدو نه انکار کړی، او د هغې وروسته ورته، د کورنيو ځينو غړو یې ويلي چې نامعلومه کسانو د شپې په وخت د هغه د کور ګېس ميټر مات کړی دی.
هغه په خط کې ويلي وو، کورنۍ ته یې تيره مياشت د بجلۍ بل هم د حساب نه زيات ترلاسه شوی، د خپلوانو نه یې د ده په اړه معلومات اخستل شوي او په شپږم جون بيا د ترهګرۍ ضد عدالت د دروازې نه بهر په ټرانسفرمر ډزې شوې وې.
څو ورځې وړاندې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت د نهمې مې په مقدمو کې فېصله اورولې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د 70 نه زيات غړي یې بري کړي وو.
د رپورټونو ترمخه، پرونۍ اورېدنه کې د پنجاب صوبې د پوليسو مشر عثمان انور او د سرګودهې د پوليسو مشر هايکورټ ته پېش شوي او چيف جسټس ترې پوښتنې کړي دي.
پوليس مشر عدالت ته ويلي، دغه ډېره مهمه او د عدليې د ازادۍ خبره ده په عدالت کې یې رپورټ جمع کړی دی کوم چې ډېر حساسه او پټ دی، دغه رپورټ د ګواښونو په اړه دی.
چيف جسټس بيا ويلي، د ترهګرۍ ضد عدالت جج ويلي د آی اېس آی د ځينو خلکو لخوا ورته د ليدو ورته ويل شوي، ايا پوليسو هغه تن لټولی چې د جج سره یې ليدل غوښته.
او د پوليسو مشر بيا ويلي، پوليسو ته د هغه علاقې د جيو فېنسنګ ضرورت دی د چرته نه چې جج ته فون شوی وو.
چيف جسټس بيا د پوليس مشر نه د ګېس ميټر ماتېدو، عدالت په دروازه د ډزو او عدالت بندېدو په اړه پوښتنې کړي او هغه ورته ځوابونه ويلي دي.
ویل شوي، د اوږد بحث او دلايلو مکمل کېدو وروسته چيف جسټس د از خود نوټس قضيې باندې فېصله محفوظه کړې ده.
د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.
دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.
Forum