لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وسلو امداد: امریکا باندې د اسرایل تنقید او له امله یې د امریکا سخته مایوسي


وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو په هغو وروستیو څرګندونو نارضایتي وښوده چې اسرایل ته یې د امریکایي وسلو د ترسیل په اړه تنقید کړی و. وایټ هاوس د نېتنیاهو دا بیانات، "پرېشان کوونکي" وبلل.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "هغه پیمانه امداد ته په کتلو چې مونږ [اسرایل ته] مهیا کړی او مهیا به یې کړو، [د نېتنیاهو] هغه بیانونه ډېر زیات مایوس کوونکي، او په یقین سره مونږ دپاره پرېشان کوونکي و."

د نهې/سې شنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو په یو ویډیويي بیان کې وویل، که څه هم د حماس په ضد د روان جنګ په لړ کې اسرایل ته د امریکا د مرستو منندویه دی، خو "دا ناقابل فهم دی چې په تېرو څو میاشتو کې [د امریکا] انتظامیې اسرایل ته د وسلو او ګوله بارودو لېږل اودرولي دي."

امریکا مګر ویلي دي چې د دوه ډوله بمونو – چې یو یې ۹۰۰ کلوګرامه او بل یې ۲۰۰ کلوګرامه وزن لري – صرف یو شپمنټ یې په مئی میاشت کې د دې نګرانیو له امله وځنډولو چې دا بمونه به شاید څنګه د غزې په ګڼ مېشته سیمو کې استعمال کړی شي. اسرایل ته لا هم د امریکا لخوا د بلینونو ډالرو په ارزښت د وسلو امداد ور رسېدونکی دی.

په عین وخت کې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ماهرینو یوې دېرش کسیزه ډلې خبرداری ورکړ چې د وسلو او ګوله بارودو جوړوونکې کمپنۍ چې لا هم اسرایل ته وسلې ورلېږي، ممکن د انساني حقونو او نړېوالو قوانینو په خلاف ورزیو کې ککړ وي.

کربي خبریالانو ته وویل چې امریکا خپله ناخوښي/مایوسي نېغ په نېغه اسرایل ته بیان کړې ده.

د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان زیاته کړه: "فکر کوم مونږ د مختلفو ذرائعو له طریقه خپلو اسرایلي هم منصبانو ته د هغو بیانونو په اړه خپله شدیده مایوسي پوره واضحه کړې چې په هغه ویډیو کې څرګند شوي، او د هغو بیانونو د صحیح والي په باب مو خپلې نګرانۍ هم شریکې کړې دي."

کربي وویل، "دا نظریه چې ګني مونږ اسرایل باندې د ځان د دفاع د ضرورتونو دپاره یې مرستې کول څه قسمه بند کړي دي، بالکل صحیح نده."

د وایټ هاوس نوموړي چارواکي په داسې وخت کې دا تبصرې وکړې چې د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان او د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن په غزه کې د روان جنګ په باب د نېتنیاهو د دوو جګپوړو چارواکو سره ملاقاتونه پلان کړي دي.

غزه کې جنګ پس د هغه شروع شوی چې د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې د اسرایل په جنوبي علاقو باندې ناڅاپي حملې وکړې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې ځان سره یرغمل یووړل. دا شمېرې اسرایلي چارواکو ورکړې دي.

د اسرایل پوځ په جواب کې په غزې حمله وکړه، اکثرې برخې یې تباه کړې، او ۳۷۴۰۰ تنان یې تر اوسه وژلي او ۸۵۶۰۰ نور یې زخمیان کړي دي. دا شمېرې په غزه کې د صحت محکمې ورکړي دي. په دې شمېرو کې د عامو خلکو او حماس وسله والو فرق ندی څرګند شوی، خو دعوه شته چې اکثره ښځې او ماشومان وژلی شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG