لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت سوات کې د قران د سپکاوي په تور د وژنې د پېښې نوټس اخستی ‏


د خیبرپښتونخوا په سوات ضلعه کې د مدین علاقه
د خیبرپښتونخوا په سوات ضلعه کې د مدین علاقه

په خېبرپښتونخوا صوبه کې واکمنه ګوند (پاکستان تحریک انصاف) ويلي، حکومت د سوات مدين د پېښې نوټس اخستی، د پېښې پلټنې کولی شي. په ‏ټولنيزو رسنيو ځينو خلکو په سوات کې په دغه پېښه کېدلو پوښتنې راولاړې کړي دي چې په سوات کې ولې دغه پېښه شوې ده.

د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمې په مدين علاقه کې تېر ماسخوتن قهرجنو خلکو يو تن د اسلام د مقدس کتاب قرآن مجید د سپکاوي په تور وژلی دی، ‏قهرجنو خلکو تاڼې ته اور اچولی، د ځينو ګاډو سوځېدو خبر هم ورکړل شوی او د پېښې په وخت د څو کسانو ژوبلېدو هم ويل شوي دي.‏

د سوات پوليسو ياده پېښه تاييد کړې چې د بهر نه سوات ته ورغلي يو تن باندې د قران د سپکاوي تور لګول شوي، هغه بيا پوليسو تاڼې ته بوتللی خو ‏قهرجنو خلکو هغه د پوليسو نه تښتولی، وژلی یې دی او جسد یې ورله سوځولی دی.‏

د يادې پېښې ويډیوز هم په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي دي، ويل شوي وژل شوی تن د پاکستان د پنجاب صوبې د سيالکوټ وو.‏

خو پوليسو په رسمي توګه د يادې پېښې په اړه په رسمي توګه کوم بيان نه دی ورکړی دی او نه د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا کوم رسمي بيان مخې ته ‏راغلی دی.‏

په صوبه کې د واکمنه ګوند (پاکستان تحريک انصاف) د اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې دومره ويل شوي، ‏‏"د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د سوات مدين د ناخوشګوارې پېښې نوټس اخستی، د پوليس مشر سره یې رابطه کړې، او رپورټ یې ترې ‏غوښتی دی، وزيراعلا د پوليسو مشر ته د حالاتو قابو کولو دپاره په بېړنيو بنيادونو د اقداماتو کولو لارښوونه کړې ده".‏

د خېبرپښتونخوا پوليسو هم د پېښې په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو ځينې ځايي مطبوعاتو د سوات پوليس مشر زاهدالله له قوله ‏ویلي، پوليسو مشکوک تورن تن تاڼې ته بوتللی خو ګڼو قهرجنو خلکو په تاڼه حمله کړې، تاڼه او د پوليسو ګاډي یې سوځولی، تورن تن یې وژلی دی.‏
هغه ويلي د پېښې نورې پلټنې کولی شي.‏

يادې پېښې ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون

د عوامي نيشنل ګوند د کلتور سيکرټري خادم حسېن په اېکس پوسټ کې ويلي،

‏"د سوات مدين پېښه په سوات کې د جنون، ترهګرۍ، او کډو کولو يو بل پلان خو نه دی؟ چرته داسې خو نه ده چې د ټي ټي پي وروسته دې ځل له ټي اېل ‏پي (تحريک لبېک پاکستان) څخه به دا کار واخستل شي؟ ويره دومره ده چې د سېلګرۍ څخه د روزګار ترلاسه کول ختم وګڼئ، د سوات ولس دې په دې ‏خبره غور وکړي".‏

ځينو کسانو پوسټ کړی چې، ‏‏"د سيالکوټ نه د خېبرپښتونخوا سوات ته سېل له تللی يو سېلګری ځايي خلکو د قران د سپکاوي په تور ژوندی سوځولی دی، نه ده معلومه چې مونږ په ‏کوم جهنم کې اوسيږو؟ دا رياست يو ډاين جوړ شوی، پرله پسې د بې ګناه خلکو وينې څکي، خو نه مړيږي".‏

تېره مياشت د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي د قران د سپکاوي په تور په نزير مسيح نومې ‏‏عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.‏

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مسله انتهايي حساسه ګڼل کيږي، او د قران او اسلامي عقيدې د سپکاوي سزا مرګ دی خو تراوسه پورې چاته دغه سزا ‏‏نه ده ورکړل شوې.‏

‎ ‎د اپرېل په ‏‎22‎مه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله رپوټ کې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ‏ګډون د ‏پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او ويلي یې وو، تېر کال په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.‏

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې چې پکې د مذهب د سپکاوي خلاف ‏‏قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې هم شامل وې.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې وو، دغه رپورټ ‏‏‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG