د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور هايکورټ چيف جسټس ملک شهزاد احمد ويلي، رياستي ادارې عدالتونو ته د ګواښونو، ځورونو او عدالتي عملې د ځورولو سبب ګرځي او په عدالتي چارو کې خنډونه جوړوي.
د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه، چيف جسټس دغه څرګندونې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد عدالت جج ته د استخباراتي او قانون نافذونکو ادارو لخوا د ګواښونو د تورونو په اړه قضيې په فېصله کې کړي دي.
د سرګودهې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو تورونه لګولي وو، لاهور هايکورټ په دغه اړه از خود نوټس اخستی، او په 13م جون هايکورټ د تورونو د قضيې فېصله محفوظ کړې وه.
د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ رجسټرۍ ته په اووم جون يو خط ترلاسه شوی، د سرګودهې د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج محمد عباس په ياد خط کې ویلي وو، په 25 مې د هغه د ترهګرۍ ضد عدالت کې د جج په حېث لومړۍ ورځ وه، هغه ته پيغام ترلاسه شوی وو چې د استخباراتي ادارې آی اېس آی ځينې چارواکي ورسره په چېمبر کې ليدل غواړي.
خو هغه ورسره د ليدو نه انکار کړی، او د هغې وروسته ورته، د کورنيو ځينو غړو یې ويلي چې نامعلومه کسانو د شپې په وخت د هغه د کور ګېس ميټر مات کړی وو.
هغه په خط کې ويلي وو، کورنۍ ته یې تيره مياشت د بجلۍ بل هم د حساب نه زيات ترلاسه شوی، د خپلوانو نه یې د ده په اړه معلومات اخستل شوي او په شپږم جون بيا د ترهګرۍ ضد عدالت د دروازې نه بهر په ټرانسفرمر ډزې شوې وې.
له دغې پېښې څو ورځې وړاندې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت د نهمې مې په مقدمو کې فېصله اورولې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د 70 نه زيات غړي یې بري کړي وو.
د لاهور هايکورټ چيف جسټس پرونۍ فېصله کې ويلي، "د بده مرغه يادونه کيږي، د رياستي ادارو دنده ده چې عدالتونو ته تحفظ او درناوی وکړي خو د سرګودهې د جج لخوا ځانګړي رپورټ کې ويل شوي چې رياستي ادارې عدالتونو او عملې ته یې د ګواښونو او ځورونو سبب ګرځي او په عدالتي چارواکو کې خنډونه جوړوي".
په فېصله کې زياته کړل شوې، "رياستي ادارو د دې ملک د وګړو د قانوني تحفظ او ورسره د قانون ترمخه چلند اييني حقونه رد کړي او عدالتونو ته د تلو مخه یې ورله نیولې ده".
ويل شوي عدالت په فېصله کې د پنجاب پوليس د مشر رپورټ هم د تسلۍ وړ نه دی ګرځولی او ويلي يې دي پوليسو د ترهګرۍ ضد عدالت د جج لخوا د استخباراتي ادارې (آي اېس آی) په چارواکو د تورونو د تاييد دپاره د يادې ادارې د يو چارواکي سره هم رابطه نه ده کړې.
چيف جسټس په بله اورېدنه په ليکلې بڼه د ځوابونو لارښوونه کړې او د کورنيو او دفاع سيکرټريانو ته یې د پنجاب پوليس مشر سره د مرستو سېوا کولو حکم کړی دی.
په 14م جون نوموړي چيف جسټس ویلي وو، باور لري په عدليه کې به د اسټبلشمنټ ممکنه لاسوهنه زر ختمه شي، هغه ويلي وو، عدليه د اسټبلشمنټ څخه ځان خلاصولو دپاره مبارزه کوي.
چيف جسټس ملک شهزاد احمد خان دغه خبره په راولپنډۍ کې يوې دستورې ته په وينا کې کړې وه.
پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه په عدليه کې د لاسوهنې خبرونه په ښکاره مخې ته راځي او ځينو ججانو په ښکاره ويلي چې استخباراتي ادارې په عدالتونو کې لاسوهنې کوي.
د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.
دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.
د پاکستان په پوځ وخت په وخت په سياست کې د لاسوهنې تورونه هم لګول شوي، او مخکيني پوځي مشر (ر) جنرل قمر جاوېد باجوه د کال 2022م په 23 نومبر خپله وروستۍ وينا کې منلې وه، چې پوځ د تيرو 70 کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو ويلي یې وو، اوس پوځ پرېکړه کړې چې نور به ځان د سياست نه په ډډه ساتي.
Forum