لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو د سرمشریزې غونډې په اېجنډا کې د چین اړوند مسایل د شاملېدو امکان


په جنوبي چین سمندر کې د چین پوځي ګامونو او په لانجمن اوبو کې د فېلیپین سره د هغه وروستي جنجال هم د نېټو اندیښنې راپارولي دي. (فایل فوټو)
په جنوبي چین سمندر کې د چین پوځي ګامونو او په لانجمن اوبو کې د فېلیپین سره د هغه وروستي جنجال هم د نېټو اندیښنې راپارولي دي. (فایل فوټو)

روانه اونۍ د امریکا په پایه تخت واشنګټن ډي سي کې کېدونکي د 2024م کال نېټو سرمشریزې غونډې څخه تمه ده چی لویه برخه به یې په اوکراین کې د روس په جګړې توجو ولري، خو امکان ښودل کیږي چې دا ایتلاف به د چین لخوا راپورته شوي ګواښونو او د انډوپسېفېک (د هند - ارام سمندر) سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کوي.

ولې د نېټو سټراټیجېک توجو په چین ده؟

د امریکا او نېټو چارواکو په تکرار سره د روس او چین ترمنځ د ژور کیدونکي تعلقات په ګوته کړي، په ځانګړي توګه مسکو ته د بیجینګ د توکیو برامدات چې د ملکي او پوځي دواړو مقصدونو دپاره استعمال کېداې شي، او دا په اوکراین کې د روس جګړې ته دوام ورکړي.

د نیټو سیکرټري جنرل ینس سټولټنبرګ تېره میاشت په واشنګټن کې وویل چې بیجنګ د اعلا کچې ټېکنالوجۍ لکه سیمي کنډکټرز او نور دوه ځای استعمالیدونکي توکي شریکوي. روس تېر کال خپل 90 فیصدي مایکرو الېکټرانکس سامان د چین نه درامد یا وارد کړی و چې د میزایل، ټېنکونو او جهازونو په جوړولو کې استعمالیږي. چین روس ته د سیټلایټ او اېمجري ښه وړتیا ورکولو باندې هم کار کوي. دا ټول مسکو ته د دې وړتیا ورکوي چې په اوکراین کې نور مرګونه او تباهي وکړي، د روس دفاعي صنعت مضبوط کړي، او د بندیزونو او برامدي کنټرولونو د اغیزو نه ځان بچ کړي.

خو چین پرله پسې د دوه اړخیزو استعمال توکیو برامداتو نه انکار کړی دی.

د روس دپاره د بیجنګ د ملاتړ باندې د ېنس سټولټنبرګ د نیوکو په اړه چې کله تېره اونۍ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نېګ نه چې پوښتنه وشوه نو هغه وویل چې نیټو ” چین چېنلج کوي، د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، زموږ کورني او بهرني تګلارې ناسمې بيانوي او بدناموي یې، او په جدي توګه د چين ګټې او امنيت چېنلج کوي. "

په جنوبي چین سمندر کې د چین پوځي ګامونو او په لانجمن اوبو کې د فېلیپین سره د هغه وروستي جنجال هم د نېټو اندیښنې راپارولي دي.

نېټو به چین ته کوم پیفام یا سېګنل لېږي؟

توقع ده چې د نېټو سرمشریزې کې به د چین د مسایلو په اړه د مخکې نه ډېر زیات سخت سېګنل یا پېغام ورکړل شي.

ینس سټولټنبرګ وړاندې ویلی وو چې چین داسې نه شی کولې چې د اوکراین په جګړه کې د روس ملاتړ وکړي او بیا د غرب سره ښه اړیکو د ساتلو امید هم ولري.


ینس سټولټنبرګ وویل : بیجېنګ دا دواړه لارې یو ځاې نشی لرلی. تر څو چې چین خپله تګلاره بدله نه کړي، نو ایتلافیان ضروت لري چې یو وخت ته په هغه (چین) جرمانه لګول وي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لېن جېان د ګل/ دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل : " نېټو باید د خپل سیمه ییز دفاعي ایتلاف په رول کې پاتې شي ، او د اېشیا پېسفېک سیمه کې تاوتریخوال جوړول دې بند کړي، د سوړ جنګ ذهنیت او د بلاکونو د ټکر مخه دې بند کړي. نېټو د يورپ د بې ثباته کولو وروسته د اېشیا پېسفېک سیمه د بې ثباته کولو هڅه ونه کړي".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG