لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ افغانستان پولې ته څېرمه د اوو تندلارو د وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره پولې ته نزدې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعه کورمه کې یې اووه تنه "فتنه الخوارج" وژلي دي. د پاکستان پوځ په وروستيو کې تحریک طالبان پاکستان د "فتنه الخوارج" په نوم ياد کړي دي.

پوځ پرون د 15م اګست په ماښام ناوخته ويلي، کورمه کې یې "د خوارجو د موجودګۍ په خبر د استخباراتو په بنياد" عمليات کړي دي. پوځ د پنځو تندلارو د ټپي کولو او د وسلو او ګوله بارودو د قبضه کولو دعوه هم کړې ده.

د پاکستان پوځ د وژل شوو کسانو نومونه يا پېژندګلو نه ده ښکاره کړې او نه تر دې دمه لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په دغې اړه څه ويلي دي.

د پاکستان دا هم نه دي ویلي، چې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم ډول تاوان اوښتی دی.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر ويلي، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی اړ د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.

د پاکستان د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په کاکول پوځي اکیډمۍ کې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې جنرل منیر ویلي وو، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتنو کوم د زړورتیا، ایثار او قربانیو لازواله داستان رقم کړی په هغې ټول قام پښتنو ته سلام کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په وروستيو کې خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې او په امنيتي ځواکونو د بريدونو پېښې سېوا شوي دي. د دې ترڅنګ، په ګڼ شمېر پښتون مېشته سیمو کې احتجاجي مظاهرې هم وشوې او ځایي خلکو غوښتل چې پوځ دې د دوی په سیمو کې د عدم استحکام نوم لاندې عملیات نه کوي.

په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.

هغه ویلي وو، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG