د حماس یو لوړپوړی پلاوی چې مشري یې خلیل الحیا کوي، د خالي یا شنبې په ورځ قاهرې ته ورسېږي چې په غزه کې د اوربند د خبرو د وروستي پړاو په اړه له منځګړو سره خبرې وکړي. حماس قاهره کې روانو خبرو کې مخامخ ګډون نه درلود.
د مصر دوو امنیتي سرچینو ویلي چې د امریکا او اسرایل استازو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په قاهره کې د خبرو نوی پړاو پیل کړ چې دوه ورځې یې دوام وکړ. د خبرو اترو مقصد د اوربند د وړاندیز پر سر د اختلافاتو حل کول وو.
د حماس لوړ پوړي چارواکي عزت الرشق د خالي یا شنبې په ورځ وویل، حماس هغې هوکړې ته ژمن دی، چې د جولايی په دویمه نېټه یې د امریکا د صدر جو بایډن د وړاندیز په بنسټ کړې وه.
د حماس یوې سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، حماس د جولای په میاشت کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د یوې هوکړې له لومړي پړاو نه ۱۶ ورځې وروسته، د اسرایلي عسکرو او نارینه په ګډون د یرغمال شویو د خوشې کولو او اوربند په اړه د امریکا وړاندیز منلې وو.
د دغې ډلې یو بل چارواکي محمود مرداوي د حماس سره تړلې رسنیو ته ویلي چې قاهرې ته د پلاوي سفر په دې معنی نه دی چې حماس به د خبرو په راتلونکي پړاو کې برخه واخلي.
غزه کې د روانې جګړې څه کم یوولس میاشتې کېږي، مصر، امریکا او قطر د میاشتو راهېسي د اوربند لپاره ، د اسریلي یرغمال شوو د خوشي کولو او د فلسطیني قیدیانو د راخلاصولو لپاره هڅې کوي.
د امریکې صدر جوبایډن د قطر او مصر له مشرانو سره د جمعې په ورځ په ټیلیفون خبرې کړې او له هغوی یې په ټینګار سره غوښتي دي چې په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه تړون ته ورسیږي.
د وایټ هاوس په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، صدر بایډن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي سره جلا جلا په ټیلیفون خبرې کړې او د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کولو په اړه په سفارتي هلو ځلو ورسره غږېدلی دی.
یاده دې وي حماس د تیر کال د اکتوبر په وومه نیټه په اسرایل برید کړې وو چې د ۱۲۰۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي وول چې اکثریت یې ولسي خلک وو. حماس ډلې ۲۵۰ کسان یرغمال کړي هم وول.
د اسرايل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا چارواکو په وینا ۴۰ زره نه زیات کسان وژل شوي، خو د ولسي خلکو او وسلوالو شمېر یې جلا نه دی ښودلی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو ترمخه په غزه کې د جګړې د لاسه ۲۳ لکه نه زیات خلک بې کوره شوي.
Forum