د اسرایل پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د حماس یو وسله وال یې وژلی چې د تیر کال اکتوبر په میاشت کې یې په اسرایل برید کې برخه اخیستې وه او په پراخه کچه لیدل شوي ویډیو کې په ګرینډ یا لاسي بم په برید کې د دوو ژوبل شوو ماشومانو چې پلار یې په دغه برید کې وژل شوی و په سوډا څښلو لیدل کیدو.
د اسرایل دفاعي ځواکونو دغه وسله وال شناخت د احمد فوزي وادیا په نوم کړی او زیاته کړی چې هغه د اکتوبر په اوومه د نټیو هاسارا سیمې ته ورغلی و.
د اسرایل پوځ ویلي چې وادیا د خالي- شنبې په ورځ د غزې په ښار کې په یوه هوايي برید کې د وژل شوو اتو وسله والو کې شامل و.
د اسرایل وزیراعظم بن یامین نېتن یاهو دفتر د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې هغه به د برتانیه وسلو سره یا د دغه وسلو بغیر د حماس پرضد خپله جګړه ګټي.
د اسرایل وزیراعظم بن یامین نېتن یاهو دفتر دغه بیان د برتانیا حکومت د هغه اعلان یوه ورځ وروسته مخې ته راغلی چې پکې ویل شوي و چې په غزه کې د دوی وسله د کارولو په اړه د اندیښنو له امله خپلو ځینې وسلو برامدات اسرایل ته معطل یا ځنډوي.
د نېتن یاهو دفتر ویلي : "د دې پرځای چې د اسرایل سره ودریږي، د یو ملګري ډیموکراسۍ سره چې د وحشت پرضد خپله دفاع کوي، د برتانیا غلطه فیصله به یوازې حماس نور هڅوي."
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ لیمي ویلي چې د خبرې "واضخ خطر" شتون لري چې ځینې وسلې "د نړیوال بشري حقونو قانون جدي سرغړونو یا اسانتیاو لپاره کارول کیدای شي."
د برتانیا د دفاع وزیر جان هیلی د نهې - سه شنبې په ورځ ټایمز ریډیو ته وویل چې اسرایل ته د وسلو د برامداتو د 350 لائسنسونو کې د 30 معطل کول به "د اسرایل په امنیت هیڅ ډول اثر ونلري."
د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو غزې څخه د شپږو یرغمالیانو له مړو ترلاسه کېدو وروسته د اوربند لپاره د سیوا شوي فشار د کمولو هڅې کوي.
دوه ورځې وړاندې د جنوبي غزې د رفح ښار د یو سرنګ یا ټنل څخه د شپږو یرغمالیانو مړي موندل شوي وؤ چې د هغې په ضد اسرایل کې سختې احتجاجي مظاهرې شوي اؤ وزیراعظم نېتن یاهو هم د ګل په ورځ په وړومبي ځل په دې معامله خبرې کړې دي.
د خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې نېتن یاهو ویلي "تر زما زیات هیڅوک هم د یرغمالیانو راخلاصولو ته هوډمن نه دی "اؤ د هغه په قول ده ته هیڅوک په دې معامله هدایات نه شي ورکولی.
په ټیلي ویژن خپره شوې خپله وینا کې د اسرایل وزیراعظم ویلي هغه د یرغمالیانو ژغورنه کې په ناکامۍ بخښنه غواړي.
نوموړي ویلي اسرایلي ځواکونه یرغمالیانو ته ډیر ورنزدې شوي وؤ خو مونږ بریالي نه شو.
هغه پخپلو خبرو کې د غزې واک لرونکې وسله والې ډلې ته ګواښ کړی چې حماس ته به ددې عمل یو دروند قیمت پرېکول وي.
Forum