لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د ټېکدار اوچتولو په تور د پنجاب سي ټي ډي پوليس اهلکار نيول شوی، مقدمه پرې درج کړل شوې


د خېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور پوليسو د پنجاب صوبې د سي ټي ډي پوليسو ضد په دې تور مقدمه درج کړې، چې د سي ټي ډي پنجاب اهلکارو په غېر قانونه توګه د پېښور يو تن اوچتولو.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، په دويم ستمبر د پنجاب سي ټي ډي اهلکارو د پېښور يو ټېکدار پير محمد خان د ځان سره بوتللو هڅه کوله، خو د دوی په وړاندې مزاحمت شوی او په بې نمبره ګاډي کې راغلي اهلکار بيا تښتېدلي، خو يو اهلکار یې نيول شوی او د پېښور پوليسو ته سپارل شوی دی.

ويل شوی، پيرمحمد خان د پېښور په ټاون پوليس تاڼه کې د تښتول کېدو د هڅې مقدمه درج کړې او د سي ټي ډي پنجاب د اهلکارو پرضد یې د قانوني کارروايۍ خواست کړی دی.

په ټولنيزو رسنیو د سي سي ټي وي يوه د پېښې يوه مبينه ويډيو خپره شوې او بيا يو تن چې نيول شوی، د هغه ويډيو هم خپره کړل شوې، دغه تن ځان سليم خان اسټنټ سب انسپکټر معرفي کوي، وايي هغه په فېصل اباد سي ټي ډي کې په ډيوټۍ دی او په ټول پاکستان د نورو ادارو سره په ګډه په مختلفونو پروجکټونو کار کوي او په دغه لړ کې پېښور ته په هدف نيولو پسې ورغلي وو.

په ټولنيزو رسنیو د مقدمې کاپي هم خپره شوې، چې پکې پير محمد نومې تن ويلي، "پېښور کې په خپل دفتر کې موجود وو، دوه کسان پسې راغلي، بهر یې بللی، او چې څنګه بهر ورغلی وسله په لاس څلور، شپږ کسان چې په بې نمبره ويګو ګاډي کې یې زما د تښتولو، اغوا کولو هڅه کوله، بيا مې زامن راغلي، نور کسان تښتېدلي او يو مو نيولی دی".

"د نیول شوي تن څخه د مختلفو ادارو ډېر کارډونه ترلاسه شوي، اول هغه خپله پېژندګلو د مېجر ضرار په نوم کړې او بيا دوی پوليسو ته اطلاع کړې او د سي سي ټي وي فوټېج حواله یې هم ورکړې ده".

د پېښور اېس اېس پي اپرېشن کاشف ذوالفقار د نیول شوي تن په اړه ويلي، تعلق یې د سي ټي ډي فېصل اباد پوليسو سره دی.

پوليسو چارواکي ويلي، د سي ټي ډي فېصل اباد اهلکارو د ځايي پوليسو د خبرولو بغېر د ټېکدار اوچتولو هڅه کړې او د ټېکدار پرضد په سي ټي ډي کې هیڅ مقدمه درج نه ده.

هغه زياته کړې، ښيې د سي ټي ډي فېصل اباد اهلکارو دغه تن د خپل شخصي مقصد دپاره اوچتولو، خو نوموړي د مقصد په اړه څه نه دي ويلي.

د نوموړي په خبره د نیول شوي اهلکار پرضد د قانون لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.

نيول شوي اهلکار سليم ویلي، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې [تحریک طالبان پاکستان] پرضد عملياتو لاندې مشکوک کسان اوچتوي او پېښور ته هم په دغه لړ کې ورغلي وو.

د پنجاب سي ټي ډي لخوا د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG