لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ څخه نن ایین کې د ترمیمونو د منظورۍ اخستو امکان ښودل کیږي


پاکستاني رسنیو اټکل کړی چې کیدای شي نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ د پاکستان سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ ته په ایین کې د ترمیمونو مسوده وړاندې کړل شي.

د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف باني مشر عمران خان تور لګولی چې په ایین کې دا بدلونونه د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د مودې غځولو لپاره کیږي خو هغه په ډاګه کړې ده چې ګوند به یې په ایین کې په ترمیمونو غلی نه پاتې کیږي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د سرچینو له خولې ویلي د اییني ترمیمونو له لارې به اییني عدالت قایمولی شي اؤ د ایین په ارټیکل 63 اې کې به هم بدلون کولی شي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه نن د اتوار په ورځ سهار ۱۱ بجې اؤ د سینیټ غونډه ماذیګر څلور بجې رابلل شوې اؤ امکان ښودل کیږي چې په دې غونډو کې به ایین کې د بدلونونو منظوري واخستل شي.

په ایین کې د ترمیمونو لپاره ضروري ده چې حکومت باید په سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې په دریوؤ کې د دوؤ برخو غړو ملاتړ په لاس کې ولري.

د پاکستان ځېنو حکومتي وزیرانو دعوې کړي چې په پارلیمان کې یې د غړو د ملاتړ شمېره پوره کړې ده خو پاکستاني رسنۍ وایي چې د شمېرې پوره کولو لړ حکومت اؤ اپوزیشن دواړه د مولانا فضل الرحمان فیصلې ته ګوري چې د هغه د ګوند غړي به د چا ملاتړ کوي.

پارلیمان ته د اییني ترمیمونو له وړاندې کولو څخه مخکې وزیراعظم شهباز شریف،د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اؤ د تحریک انصاف مشرانو مولانا فضل الرحمان سره د لېدنو لړۍ توده کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف نن د قامي اسمبلۍ له غونډې وړاندې د کابېنې غونډه هم رابللې ده اؤ پاکستاني رسنۍ اټکل کوي چې دې غونډې نه به ایین کې د بدلونونو د مسودې منظوري اخستل کیږي.

د رسنیو د رپورټونو له مخې عدلیې په اړه اییني ترمیم کې د سپریم کورټ د ججانو د عمر 65 کلونو څخه 68 کلونو ته اؤ د هایکورټ د ججانو د عمر 62 کلونو 65 کلونو ته د لوړولو تجویزونه شامل دي اؤ ددې تر څنګ د ججانو د ټاکنې په طریقه کې د بدلون امکان هم ښودل کیږي.

د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمیشن اؤ پارلیماني کمیټې خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل دی.

د خالي یا شبنې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې د تحریک انصاف ګوند باني مشر عمران خان ویلي چې د نوؤ اییني ترمیمونو له لارې د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د ملازمت د مودې غځولو هڅې کیږي.

هغه ویلي په کومه طریقه چې دوي(حکومت) ایین کې ترمیمونه کوي که دوي ګڼي چې مونږ به پرې غلي پاتې شو نو دا یې بې ځایه ګمان دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG