فلسطين کې طبي چارواکو د خالي، شنبې په ورځ ويلي، اسرايل په مينځنۍ غزه پټۍ کې هوايي بريد کړی اته تنه کورنۍ یې وژلې ده. د اسرايل ځواکونه د فلسطيني وسله والو سره په جګړه دي او هڅه کوي چې سلګونه زره کسان د سيمې څخه شمال پله اوباسي.
اسرايل په لبنان کې د حزب الله پر ضد هم هوايي او ځمکنۍ جګړه کوي، او د ایران پرضد یې هم د ممکنه بريد ويلي، خو دا نه ده معلوه چې څه وخت او څنګه به دا برید وکړي.
د غزې په نوسيرت کډوالو کېمپ کې د خالي په ورځ په ناوخته يو کور په نخښه کړل شوی، ښځه او خاوند او د هغوی شپږ ماشومان، چې عمرونه یې له اتو څخه تر 23 کلونو پورې وو، وژلي دي. د دوی جسدونه نزدې د دیر البلح الاقصا د شهیدانو روغتون ته منتقل کړل شوي دي.
د روغتون ترمخه، اووه نور کسان ټپیان شوي، په هغو کې دوه ښځې او یو ماشوم په نازک حالت کې دي. د اې پي خبریال د مړو شمېر تایید کړی او په روغتون کې یې د دوی د جنازې ويډيو هم جوړه کړې ده.
د يو کال څخه زياتې مودې راهسې د حماس سره په جګړه کې، اسرایل نزدې هره ورځ هغه اهداف په نخښه کوي چې دوی وايي جنګيالي پکې دي. پوځ وايي هڅه کوي چې ملکي کسان ونه ځورول شي، او وژنې په حماس او نورو وسله والو ډلو ور اچوي، د اسرايل د پوځ په وينا ځکه چې وسله وال په ګڼ مېشته سیمو کې فعالیت کوي.
په وروستیو میاشتو کې اسرایلي ځواکونو بیا بیا سکولونه په نخښه کړي، چرته چې بې ځایه شویو خلکو پناه اخیستې وه، اسرايل دعوه کوي، دغلته وسله وال پټ وو.
اسرایلي ځواکونه په شمالي غزه کې په جباليا هوايي او ځمکني بریدونه کوي، او وايي هلته وسله وال بیا رايو ځای شوي دي. اسرایلي ځواکونه بيا بيا دغو کېمپونه پله ګرځي، کوم چې د اسرايل د جوړېدو او چاپېره نورو علاقو د 1948 د جګړې د وخت دي.
اسرايل د غزې د ښار په ګډون د شمالي غزې خلکو ته د سيمې څخه وتلو ويلي، ويل کيږي خواوشا 400,000 خلک چې پاتې وو د دې اوونۍ د جګړې په سر کې ورته د وتلو ويل شوي دي.
فلسطينيان وايي، ويره ده ورسره، چې اسرايل اراده لري دوی په مستقله توګه اوباسي او دغلته پوځي اډې او يهوديان اباد کړي.
د غزې جګړه د حماس لخوا په اسرايل د تېر کال اووم اکتوبر بريد چې پکې 1,200 تنه وژل شوي او 250 يرغمل شوي وو، د هغې راهسې شورو شوې او بيا د اسرايل په ځوابي عملياتو کې د 42,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
د فلسطين د روغتيا چارواکي د اسرايل په لاس وژل شوو کې د وسله والو يا ملکي خلکو شمېرې ځان ځانله نه ښايي خو وايي، په وژل شوو کې د نيمې نه زيات ماشومان او ښځې دي.
اسرايل وايي، د 17,000 نه زيات جنګيالي یې وژلي خو په دغې اړه یې هم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د لبنان حزب الله ډله چې د حماس ملاتړې ده په اتم اکتوبر یې په اسرايل راکټې داغل پيل کړي، خو دغه جګړه د ستمبر په میاشت کې د اسرايل په بريد کې د يادې ډلې د مشر حسن نصرالله او نورو مشرانو د وژنو وروسته سېوا شوې ده، اسرایل روانه میاشت د لبنان په جنوب کې ځمکني عمليات هم پيل کړي دي.
د لبنان د صحت د وزارت ترمخه، د جګړې د پيل راهسې په لبنان کې 2,255 کسان وژل شوي، چې 1,400 یې د ستمبر وروسته وژل شوي دي.
ایران چې د حماس او حزب الله ملاتړی دی، په اسرايل یې نزدې 180 بلاسټک ميزايلې داغلې او ويلي یې وو، دغه ميزايلې د حسن نصرالله چې د ايراني جنرل سره وژل شوی، او د جولايۍ په مياشت کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه په تهران کې په چاودنه کې د وژنې، په بدل کې داغلې وې.
Forum