لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي غزه کې د اسرايل په بریدونو کې 22 کسان وژل شوي


د فلسطين چارواکو نن د اتوار په ورځ ویلي، شمالي غزه کې د اسرايل په بريدونو کې لږ تر لږه 22 کسان وژل شوي، زياتره یې ماشومان او ښځې دي.

شمالي غزه کې د درېو اوونيو راهسې سختې کارروايانې روانې دي او امدادي ډلې وايي بشري بحران جوړ دی.

په غزه کې د صحت وزارت ویلي، په شمالي سیمه بېت الحيه کې د خالي، شنبې په ورځ ناوخته شوو بريدونو کې په وژل شوو کې 11 ښځې او دوه ماشومان شامل دي، 15 کسان ژوبل شوي، د ډېرو روغتيايي حالت پکې مرګونی ياد کړل شوی دی.

د اسرايل پوځ ويلي، بېت الحيه کې یې وسله وال په هدف کړي د ملکي وګړو د ساتنې دپاره یې اقدامات کړي، او په مطبوعاتو ورکړل شوو شمېرو سره یې اختلاف کړی خو کوم ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

اسرايل په غزه کې هره ورځ عمليات کوي او لبنان کې یې د حزب الله وسله والې ډلې سره ځمکنۍ او هوايي جګړه هم روانه ده.

د خالي په ورځ د اسرايل جنګي الوتکو په ایران په پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

سيمه کې د تازه شخړو سېوا کېدو د امریکې او اسرايل سره د ایران د وسله والو پراکسيانو جګړې خورېدو اندېښنې زياتې کړي دي، په کومو کې چې په يمن حې حوثي ياغيان او شام او عراق کې وسله والې ډلې هم شاملې دي.

اسرايل د اکتوبرله شپږمې نېټې څخه په شمالي غزه کې پراخه هوايي او ځمکني بریدونه کوي، وايي چې د حماس وسله‌وال هلته بیا سره راغونډ شوي دي. په دې وروستیو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو فلسطینیانو له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي.

اسرايل وايي چې د دوی بریدونه یوازې د وسله‌والو پر وړاندې دي او د ملکي وګړو د وژل کېدو زمه وار حماس بولي، ځکه د دوی په وينا وسله‌وال په ګڼ میشته سیمو کې جګړه کوي.

امدادي مرستندويه ډلو خبرداری ورکړی چې په شمالي غزه کې وضعیت ډېر خراب دی.

ويل شوي، اسرايل په دې وروستیو کې د بنيادي بشري مرستو په داخلولو کې سخت بنديزونه لګولي، او په شمال کې درې پاتې روغتونونه چې یو یې په وروستیو کې هم د اسرايل پوځ تلاشي اختسې، وایي د ژوبلو او ناروغانو د زياتې شمېرې له امله سختې ستونزې جوړې شوي دي.

اسرايل ي ځواکونو د جمعې په ورځ په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته ورغلي، ويل شوي، ګڼ روغتیايي کارکوونکي یې نيولي، او سخت زیان یې اړولی دی.

د صحت نړیوالې ادارې ويلي، د روغتون 44 نارينه کار کوونکي نيول شوي، او د 200 ناروغانو دباره يواځې يوه ښځینه کار کوونکې، د روغتون مشر او يو نارينه ډاکټر پاتې شوي دي.

په غزه کې دغه جګړه هغه وخت پيل شوه چې تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په جنوبي اسرايل یو ناڅاپي برید وکړ. په دغه برید کې شاوخوا 1200 کسان ووژل شول، چې زيات یې ملکي وګړي وو، او شاوخوا 250 کسان تښتول شوي وو. په دغو کې يرغمال شوو کې نزدې 100 اوس هم به غزه کې دي او او ګمان کيږي درېمه برخه یې وژل شوي يا مړه شوي دي.

په غزه کې د صحت د وزارت په وینا، د اسرایل په ځوابي عملياتو کې تراوسه پورې د 42,000 نه فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت د وژل شویو کسانو په شمېر کې د ملکي او جنګیالیو ترمنځ فرق نه ښايي، خو وايي چې له نیمايي ډېر وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي. اسرايل دعوه کوي چې د 17,000 نه زيات یې وسله وال وژلي خو شواهد یې نه دي وړاندې کړي.

د غزې لویه برخه، چې له وړاندې هم په اقتصادي لحاظ کمزوري سیمه وه، په بشپړه توګه ویجاړه کړې او شاوخوا 90 فيصده خلک یې څو ځله د يو نه بل ځای ته په تللو مجبوره شوي دي. ويل شوي په سلګونو زره کسان په ساحلي خیمو کې په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي، د مرستندویه ډلو په وینا، دغلته لوږه ډېره زیاته ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG