حزب الله پرله پسې په دریمه ورځ د لبنان په جنوبي سیمه خیام اؤ د هغې خوا وشا کې د اسرایلي ځواکونو سره د سختو نښتو اطلاع ورکړې ده اؤ داسې اطلاعات هم تر لاسه شوي چې له جګړې پېل کېدو وروسته د اسرایل پوځيان لبنان ته ننوتي دي.
رایټرز خبري شبکې د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې اسرایلي پوځ د شورو- چهارشنبې په ورځ د سیمې د خوشې کولو له یو امر جاري کولو وروسته د لبنان په ختیځ ښار بعلبیک درانه هوایي بریدونه کړي دي.
دغه ښار د خپلو رومن کلیساؤ اؤ ښکلو کلیو له امله زیات مشهور دی.
د ښار د خالي کولو له خبرداري وروسته زیاتره شیعه مسلمانان اؤ هغه ګڼ شمیر خلک چې د ښار نورو برخو کې یې پناه اخستې وه د زرګونو نورو لبنانیانو په ګډون تښتېدلي دي.
د لبنان د شهري دفاع سیمه ییز مشر بلال رعد ویلي چې په لویه شمېره کې رضا کار ځواک د میګا فونز له لارې د سیمې اوسیدونکو ته وروسته له هغې د وتلو وینا کړې ده چې هغوي ته په ټيلي فون ځېنې زنګونه ووهل شول اؤ ورته وویل شول چې د دوي تعلق د اسرایلي پوځ سره دی.
هغه له بمبارۍ وړاندې وویل "خلک ټیل ماټیل کوي،ټول ښار د اړي ګړي سره مخ دی اؤ په دې د ځان پوهولو هڅه کوي چې هغوي چرته لاړ شي ، هلته ډیر زیات ګاډي نښتي دي"
د هغه وینا وه خلک چې د کومو سیمو په لوري زغلي هغې کې ځېنې سیمې له وړاندې څخه د بې کوره شوؤ خلکو نه ډکې دي.
د بعلبیک په شمال لویدیځ کې د عیسایي اکثریتي سیمې دیر الاحمر استازي یو قانون ساز انټني حبچي وویل تر 10ؤ زرو زیاتو خلکو د وړاندې نه په کورونو ، سکولونو اؤ کلیساؤ کې پناه اخستې ده.
هغه رایټرز ته ویلي "یقیناً چې مونږ ټولو ته هرکلی وایو خو مونږ په عاجل ډول دولتي مرستو ته اړتیا لرو تر څو دا خلک په یخنۍ کې بهر پاتې نه شي".
قرارداد 1701:
د اسرایل اؤ حزب الله تر منځ قرارداد 1701 پروسکال د جګړې ختمولو لپاره د خبرو اترو اساس پاتې شوی دی،دا جګړه چې غزې کې د روانې جګړې سره سمه پېل شوې وه د تېرو پینځوؤ اونیو په مهال په ډراماټیکه توګه پراخه شوې ده.
بیروت کې د امریکایي سفارتخاني له ویاند سما حبیب نه چې د رپورټ کړل شوي وړاندیز په اړه پوښتنه وکړل شوه نو هغه وویل "مونږ دا خبره بیا کول غواړو چې مونږ یو داسې سفارتي قرارداد غواړو چې 1701 قرارداد په بشپړ ډول نافد کي اؤ د پولې دواړو غاړو ته د اسرایل اؤ لبنان وګړي باید د هغوي کورونو ته ستانه کړل شي"
امریکایي استازي هوچسټین ددې میاشتې په پیل کې په بیروت کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې د قرارداد د نفاذ لپاره غوره طریقو ته اړتیا ده ځکه چې نه خو اسایل اؤ نه لبنان په دې قرارداد بشپړ عمل کړی دی.
Forum