لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حوثيانو د اسرایل په پوځي اډه ميزايل بريد کړی

د ګل، دوشنبې په ورځ حوثي ياغيانو د يمن څخه يروشلم سره نزدې میزايل بريد کړی او اور لګېدلی دی، وروسته حوثي ياغيانو ویلي مرکزي اسرايل کې یې کامیابه حمله کړې ده.

د ایران ملاتړ لرونکي حوثي ډلې ویلي، د جافا په جنوب ختيځ کې یې د "نهال سوریک پوځي اډې باندې" یوه پوځي عملیات " ترسره کړي "هدف یې کره او او اور یې لګولی دی".

او د حوثیانو اړوند مرکزي ټلویزیون ویلي چې امریکایي او برتانوي ځواکونو په یمن کې د عمران او صعده ولایتونو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

د اسرايل پوځ اې اېف پي خبري ادارې ته ويلي، له یمن څخه راغلی یو توغندی د يروشلم په لويدیځ کې په بیت شمیش سیمه کې خراب کړل شوی او د ملبې څخه یې اور لګېدلی دی.

اې اېف پي ته په بيان کې یې ويلي، "د شفیلات یهودا، یهودا او لخیش په سیمو کې د خبرداري سايرنونه يا بونګې غږېدلي، د اسرايل هوایي ځواک هغه توغندی خراب کړی کوم چې د يمن څخه د اسرايل په لور راغلی" .

ويل شوي، "توغندی د اسرایل خاورې ته نه دی داخل شوی، او د خبرداري سايرنونه د معمول ترمخه وهل شوي دي".

ايران پلوه د عراق اسلامي مقاومت په نوم ډلې دعوه کړې، د دوشنبې په ورځ یې د اسرايل په "مهمو هدفونو" څلور ډرون بریدونه کړي، خو د دغو بريدونو تفصيل یې نه دی ويلی.

په غزه او لبنان کې بریدونه

د فلسطین روغتیا چارواکو ویلي، د اتوار، یکشنبې په ورځ په مرکزي غزه کې اسرايلي برید کې د بې ځايه شوو يوې کورنۍ د ټېنټ يا خېمې کور په هدف شوی، لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي دي.

فلسطینیانو ويلي، د یکشنبې په ماښام د نوسیرت کېمپ په لویدیځه سیمه کې سخته بمباري شوې، لږ تر لږه 24 کسان پکې ژوبل شوي دي.

په عین حال کې، د لبنان په شمال کې د اسرائیلو په یو هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول، چې اوه ماشومان پکې شامل دي. د لبنان روغتیا وزارت ویلي، شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 38 تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي یواځې 23 تنه د بیروت په شمال کې د اسرایل په یو برید کې وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي، "اسرایلي دښمن د جبیل ضلعې پر المات سیمه باندې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون 23 تنه وژلي دي".

د اې ایف پي په ویډیوګانو کې ښودل شوې چې ژغورونکي کسان په خپلو لاسونو د یوه بشپړ تباه شوي کور له خاورو او ملبې څخه په کمبلو کې پوښل شوي مړي راباسي.

د المات سیمې اوسېدونکي زیاتره شعیه مسلمانان دي او دا سیمه د بیروت په دېرش کیلومیټره فاصله باندې د حزب‌الله له سنګرونو لرې د عیسايانو په سیمه کې ده.

دغه وزارت د شنبې- خالي په ورځ هم خبر ورکړی وو چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې 33 کسان د اسرايل په بریدونو کې ووژل شول.

د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې چې حماس پر اسرایل برید وکړ د حزب‌ الله او اسرايل تر منځ نیزدې هره ورځ په نښتو او بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه 3,130 لبنانیان وژل شوي‌ دي. د لبنان د روغتیا وزارت وایي، په دغو کې لویه برخه له ستمبر میاشتې وروسته وژل شوي دي.

دغه جګړه په ډرامايي توګه د ستمبر په 23مه د لبنان په سوېل او ختیځ او همدارنګه د بیروت په سوېلي برخو کې د اسرایل د سختو هوایي بریدونو سره پراخه شوه، چې په سلګونو کسان یې ووژل او نزدې 1.2 ملین خلک د جګړ ې له لاسه بې کوره شول.

د فلسطین د روغتیا چارواکو او د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د یکشنبې- اتوار په ورځ په غزه کې د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 40 فلسطینیان وژل شوي، چې پکې وایي په هغوی کې دوه درځنه کسان د شمالي ښار جبلیه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ په برید کې وژل شوي دي.

په غزه کې د فلسطین د بشري حقونو مرکز (پي سي ایچ آر) ویلي، لږ تر لږه 24 کسان هغه وخت ووژل شول چې سهار وختي په جبلیه سیمه کې اسرایل په یوه درې منزله ودانۍ باندې برید وکړ. وایي د برید له کبله په نیزدې کورونو کې دېرش نور کسان ټپیان شوي دي.

د فلسطین د صحت چارواکي وايي غزه کې د اسرایل په حملو کې تراوسه پورې د 43,500 نه زیات کسان وژل شوي او د 10,000 نورو په اړه فکر کیږي چې د ویجاړو شوو ودانیو د ملبې لاندې مړه دي خو په وژل شوو کې شمارل شوي نه دي.

اسرایل دغه عملیات تېر کال په اووم اکتوبر د حماس وسله والو له خوا په اسرایل د حملې وروسته شروع کړي.‌ اسرایل وايي د حماس په حمله کې 1,200 اسرایلیان وژل شوي وو او 250 یې یرغمل کړي وو.‌

د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي

Forum

XS
SM
MD
LG