لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د امریکې نه د جمهوريت د ملاتړ غوښتنه کړې


پاکستان د امریکې نه غوښتنه کړې، د پاکستان د روانو جمهوري اصلاحاتو ملاتړ او دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو ته دې پام وکړي، په ځای د دې چې غېر رغنده قراردادونه راوړي.

ډان ورځپاڼې دغه خبره د پاکستان د بهرنيو چارو د قايمه کمېټۍ د غونډې په اړه کړې چې پرون په لسم دسمبر د سېنېټر عرفان الحق صدیقي په مشرۍ غونډه کې په دې بحث شوی دی.

ويل شوي، د سېنېټ د کمېټۍ په غونډه کې د بهرنيو چارو د وزارت په هغو هڅو هم خبرې کړي چې د امریکايي کانګرس سره یې د پاکستان په جمهوري عمل او بشري حقونو په اړه خبرې کړي دي.

خو د غونډې په خبر کې دا نه ده واضح کړل شوې چې د امریکا د پاکستان د کوم ډول جمهوري اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

د جون د میاشتې په وروستيو کې د امریکې د کانګرس د استازو اېوان د اوو رایو په مقابل کې د 368 ووټونو په لوی اکثریت سره یو قرارداد منظور کړی وو، په ياد قرارداد کې په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړ شوی او په تېرو انتخاباتو کې د "درغلیو" د پلټنو غوښتنه شوې وه.

پاکستان هغه وخت سمدستي د دغه قرارداد معلومات نیمګړي بللي وو.

د امریکا د اېوان غړو د ایچ آر-901 په نوم قرارداد ملاتړ کړی وو، چې "په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ څرګندول" سرلیک ورکړل شوی دی او پکې دعوه شوې چې د دې قرارداد منظورول په نړیواله کچه جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د امریکې ژمنې ښکاره کوي.

په قرارداد کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار شوی او د پاکستان د 2024م کال په انتخاباتو کې یې د هر ډول لاسوهنې یا ممکنه درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

قرارداد په پاکستان کې د جمهوریت په عمل کې د ګډون د ځپلو هڅې غندلې وې. په دغو هڅو کې د خلکو ځورول، ډارول، تشدد، خپلسره نیول کېدل، انټرنیټ ته محدوده رسایي او د بشري، مدني یا سیاسي حقونو هر ډول سرغړونه غندل شوې وه.

د امریکايي قرارداد وړاندې کېدو دوه ورځې وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يو قرارداد منظور کړی شوی، پکې ويل شوي وو، د پاکستان ټولټاکنو کې په کروړونو پاکستانیانو خپلې رایې کارولې دي او د امریکایي کانګرس قرارداد په بشپړ ډول له حقیقتونو لرې دی.

په پارلیمان کې تر ټولو ستر محالف ګوند سني اتحاد کونسل د منظور کړل شوي قرارداد سره سخت مخالفت ښودلی وو.

پاکستان پخپل غبرګون کې د امریکايي قرارداد معلومات نیمګړي بللي وو.

پاکستاني قرارداد کې دا هم ویل شوي وو، چې پاکستان یو ازاد او خپلواکه هیواد دی او په خپلو کورنیو چارو کې به مداخلت ونه زغمي.

د پاکستان د سېنېټ قايمه کمېټۍ د امریکايي قرارداد په اړه تازه بحث په داسې وخت کې کړی، چې د نومبر په وروستيو کې په امریکایي کانګریس کې د ريپبلکن ګوند یو شمېر سېنېټراتو په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف په مظاهره چیانو د شوي تشدد په سختو ټکو کې غندنه کړې وه.

د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سلاکار رچرډ ګرینل او پخواني امریکایي سفارتکار زلمي خلیلزاد د تحریک انصاف ګوند د بندي مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنې هم کړې وې.

امریکا وخت په وخت تکرار کړې چې نه يواځې په پاکستان بلکې په ګرده نړۍ کې جمهوريت، بشري حقونه او د بيان ازادي غواړي او ملاتړ یې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG