د اسرايل د دفاع وزير يسرايل کټز ويلي، د بشارالاسد د حکومت نسکورونکو ياغيانو د معتدله بيانونو باجود اسرايل ته د شام څخه خطرې موجودې دي.
د اسرايل د وزير دا بيان د اتوار په ورځ په داسې وخت کې مخې ته راغلی، چې د اسرايل پوځ په شام کې په عملياتو کې بوخت دی.
يسرايل کټز د ملک د دفاعي بوديجې جاج اخستونکو چارواکو ته ويلي، د ياغيانو لخوا د معتدله عکس وړاندې کولو باوجود د وروستي پرمختګ پس اسرايل ته د شام څخه خطرې ختمې شوي نه دي بلکې نورې سېوا شوي دي.
په شام کې د بشارالاسد د حکومت نسکورونکي تنظيم هیت تحرير الشام مشر احمد شرع، چې د ابومحمد الجولاني په نوم په پېژندل کيږي، دوه ورځې وړاندې یې ويلي وو، اسرايل په شام د حملو دپاره د دروغو بهانې لټوي.
هغه ويلي وو، هغه په کومه بله شخړه کې شاملېدل نه غواړي بلکې د شام ابادول غواړي.
د بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو سره سم اسرايل د شام د پولې سره هغه پوځي علاقې ته ننوتی کومه چې د ۱۹۷۳م عرب اسرايل جګړه کې جوړه شوې وه.
د اسرايل پوځ په شام کې موجود د جبل الشېخ هغه برخې ته رسېدلی د چرته نه چې په دمشق نظر ساتل کيږي.
د ياغيانو په لاس د اسد د حکومت د نسکورېدو وروسته د شام پوځ د جبل الشېخ د څوکۍ په شا شوي او د اسرايل د پوځ په ولقه کې ورغلې ده.
اسرايل پرله پسې وايي دغلته د پاتې کېدو اراده نه لري. اسرايل تېره اوونۍ په شام کې په لسګونو ځايونو بمباري کړې، د وسلې او بارودو ذخيرې یې تباه کړې، او پوځي اهداف یې هم په نخښه کړی وو.
د اسرايل پوځ وايي، دغه اهداف یې ځکه په نخښه کړي چې د ياغيانو لاسو ته ور نه شي، ځکه په دوی کې ځينې تنظيمونه د القاعده او داعش په څېر ډلو سره تړاو لري.
د اسرايل پوځ د ګولان په غرونو کې د شام په بفر زون هم قبضه کړې ده، سعودي عرب، متحده عرب امارات او اردن په ګډون څو عرب هيوادونو د اسرايل د دغه اقدام غندنه کړې ده.
د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي
Forum