لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د فلسطينيانو ايستلو په اړه د اسرايلي وزيراعظم بيان رد کړی

سعودي عرب يو ځل بيا د اسرايلي وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د فلسطينيانو د خپلې خاورې څخه ايستلو بیان رد کړی دی.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت پرون په نهمه فرورۍ ويلي، د اسرايل "قابض انتهاپسنده ذهنيت په دې نه دی خبر، چې د فلسطينيانو خاوره د فلسطيني ولس دپاره څومره مهمه او په تاریخي او قانوني توګه ورسره څومره تړلي دي".

د رویټرز ترمخه، د اسرايل چارواکو د سعودي عرب په خاوره د فلسطيني رياست جوړولو وړانديز کړی وو.

خو د زيارت، پنجشنبې په ورځ د اسرايل وزيراعظم بين یامين نېتن ياهو اسرايل پلوه ټي وي [چېنل -14] سره مرکه کې د اسرايل سره د سعودي عرب د اړيکو جوړولو دپاره د فلسطيني رياست د شرط په اړه پوښتنې په جواب کې ويلي وو، د فلسطيني رياست ته په غلطۍ سره د سعودي رياست ويل شوي وو.

نېتن ياهو د کوربه غلطي سمولو کې په ښکاره په ټوکه کې ويلي وو، سعودي عرب په خپله خاوره فلسطيني رياست جوړولی شي، ډېره ځمکه ورسره ده.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې د نېتن ياهو نوم نه دی ویلي، او نه د هغه د فلسطيني رياست جوړولو په اړه د بيان نېغه حواله ورکړل شوې ده.

مصر او اردن هم د اسرايل چارواکو دغه وړانديز رد کړی او غندلی دی.

پاکستان هم د اسرايل د وزیراعظم تازه بيان غندلی چې پکې هغه د فلسطيني ولس دپاره په سعودي عرب کې د رياست جوړولو ويلي وو.

د پاکستان نایب وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د اتوار په ورځ ویلي، د اسرايل دغه بيان غېر زمه وار او پارونکی دی.

تېره اوونۍ د امريکې په سفر کې د اسرايل وزیراعظم په سپينه ماڼۍ کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره ګډه خبري غونډه کړې، او ټرمپ ویلي وو، غواړي چې امریکا د غزې کنټرول په خپل لاس کې واخلي ځکه دوی د غزې پرمختيا غواړي، او امریکا به یې د سمبالولو وروسته بيا اباده کړي.

له دغې وړاندې ټرمپ په يو بيان کې وړانديز کړی وو، مصر او اردن دې د غزې خلک قبول کړي ځکه غزه کنډر شوې ده.

مصر کې د غزې په اړه د [عرب سمټ] په اړه غونډه بلل شوې، په 27مه فرورۍ به په قاهره کې ترسره کيږي. د مصر د بهرنيو چارو وزارت ویلي، غونډه کې به د فلسطينیانو په اړه په وروستيو پرمختګونو بحث کيږي.

نزدې 20 ورځې وړاندې غزه کې جنګ بندي شوې ده.

(په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي)

Forum

XS
SM
MD
LG