لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي له نوي مشر سره وکتل


د افغانستان د سولې د پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي له نوي مشر عبدالحکیم حقاني او د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

دا خبر په قطر کې د طالبانو د دفتر نوي ویاند، محمد نعیم وردک خپور کړی دی، او ویلي یې دي چې په دې کتنه کې د طالبانو یو شمیر نور استازي، او د قطر خارجه وزیر هم حاضر و او په کې " د بندیانو د خلاصون پروسې د ژر نهايي کیدو او بین الافغاني مذاکراتو د پیل اړوند موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې."

د طالبانو په مذاکراتي هیئت کې د وروستي تغییر نه پس، دا لومړی ځل دی چې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره ګوري. طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې خپل د مذاکراتي هیئت مشر، شیرمحمد عباس ستانکزی او د دفتر ویاند سهیل شاهین لېرې کړل او په ځای یې نوي کسان وټاکل. په دې بدلون کې، عبدالحکیم حقاني د مذاکراتي ډلې مشر او محمد نعیم وردک د طالبانو د قطر دفتر ویاند ونومول شول.

که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو دپاره هلې ځلې زیاتې شوي دي، خو تر اوسه دا مذاکرات ځنډېدلي پاته دي.

د هغو پنځو زرو قیدیانو د خلاصون لېست چې طالبانو حکومت ته سپارلی و، په هغو کې لا هم شپږ یا اته تنه یې ندي خوشې شوي او د طالبانو د دفتر نوي ویاند ویلي چې هر کله د هغوی د خلاصون پروسه بشپړه شي، بین الافغاني مذاکرات به هم پیل شي.

بل اړخ ته د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات به ډېر ژر پیل شي.

هغه چې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د تلین په دستورې کې خبرې کولې، وویل چې په کار ده د طالبانو سره دښمني نوره ختمه شي، او د هغه په باور، یوازې هغه کسان خپل دښمن ګڼي چې د افغانستان د بقا، عزت او سلامتۍ دښمنان وي.

بل اړخ ته د افغانستان نایب صدر امرالله صالح بیا ویلي چې سوله کول، د طالبانو غوښتنو ته د غاړې کېښودلو په معنا ندي او طالبان باید نور په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا جوړولو خیال له سره وباسي.

ښاغلي صالح چې د نهې/سې شنبې په ورځ یې د احمدشاه مسعود د تلین په دستوره کې وینا کوله، دا هم وویل چې د ملک د اوسني کړکېچ د حل لاره یوازې دا ده چې طالبان د خلکو رایه واوري.

طالبانو پخوا دا ویلي چې د دوی لویه ستونزه، په افغانستان کې د خارجي قواوو شتون دی او کله چې بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، بیا افغانان پخپلو منځونو کې سره جوړېدلی شي.

د خارجي عسکرو په وتلو باندې طالبانو له امریکا سره د قطر لوظنامه لاسلیک کړې، خو اوس دا وار رارسېدلی چې افغانان خپل مېنځ کې سره خبرو ته کښیني، خو دا چې بین الافغاني خبرې به افغانستان ته سوله راولي او که نه، دا به د وخت په تېرېدو معلومه شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG