لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بین الافغاني مذاکرات – دولتي پلاوی لا تر اوسه قطر ته ندی تللی، نایب صدر طالبان ذمه وار ګڼي


Taliban political chief Sher Mohammad Abbas Stanikzai, first row second from left, Abdul Salam Hanafi and other Taliban official pray during the "intra-Afghan" talks in Moscow, Russia, Wednesday, Feb. 6, 2019. The U.S. has promised to withdraw half…
Taliban political chief Sher Mohammad Abbas Stanikzai, first row second from left, Abdul Salam Hanafi and other Taliban official pray during the "intra-Afghan" talks in Moscow, Russia, Wednesday, Feb. 6, 2019. The U.S. has promised to withdraw half…

په کابل کې حکومتي ذرائعو ویلي دي چې د لوجسټیکي مسایلو له امله په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات یو څه ځنډېدلي او د افغان دولت مذاکراتي هیئت لا تر اوسه په کابل کې پاته دی.

بین الافغاني مذاکرات په میاشتو میاشتو وځنډېدل، او په مبینه توګه، لامل یې د طالب قیدیانو د خلاصون پر سر اختلافات و، خو افغان حکومت د پنځه زرو نه زیات طالب بندیان آزاد کړل او په وروستیو جنجالي قیدیانو باندې اختلافات هم له منځه ولاړل، چې په دې سره مذاکراتو ته لاره هواره ښکاره شوه.

د افغانستان نایب صدر امرالله صالح د اتوار/یکشنبې په ماخوستن یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز، سره په مرکه کې وویل، هغه وروستي شپږ تنه جنجالي بندیان چې ځینو بهرنیو ملکونو یې د آزادېدو په اړه اندېښنې درلودې، د هغوی په اړه دا فیصله شوې چې هغوی به قطر ته منتقل کیږي مګر له هغه ځایه به بل کوم هېواد ته د تګ اجازه ونلري.

صالح دا هم وویل چې اوس له طالبانو سره د مذاکراتو په پروټوکولونو بحث روان دی، لکه دا چې په مذاکراتو کې به چا ته څه ډول القاب کارول کیږي، چا ته به د خبرو کولو موقع ورکول کیږي، د مذاکراتو په ځای کې به کوم بېرغ اېښودلی وي، او داسې نور. خو هغه وویل چې د افغانستان د جمهوریت پلاوی د تېرې جمعې ورځې راهیسي خبرو ته آماده دی او اوس د طالبانو وار رارسېدلی چې آماده ګي څرګنده کړي.

د صدر محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح دا هم وویل چې افغان دولت د مذاکراتو د ژر پای ته رسولو بېړه نلري بلکې غواړي مذاکرات یوې ښې نتیجې ته ورسیږي، که په یوه ورځ وي او که په اوږده موده کې.

هغه زیاته کړه: "موږ مذاکرې په اوونیو، میاشتو او ورځو پورې نه‌ مُقید کوو، زموږ د عزت بحث دی. که مذاکرې د با عزته سولې سبب کېږي، په یوه ورځ مخ ته ځو که موده وغځېده موږ د چا مهال‌ وېش پر ځان نه‌ شو تپلی."

طالبانو د دې مذاکراتو نه وړاندې، پخپل مذاکراتي ټیم کې ژور بدلونونه راوستل او عبدالحکیم حقاني یې د خپل مذاکراتي پلاوي مشر وټاکه. د دې ټیم مشري پخوا د شیر محمد عباس ستانکزي په غاړه وه چې پس له دې به هغه د مذاکراتي هیئت مرستیال پاته وي.

طالبانو همدارنګه د قطر دفتر د پخواني ویاند سهیل شاهین پر ځای د ډاکټر نعیم وردګ په نوم یو کس د قطر دفتر ویاند ټاکلی دی.

بل خوا اسوشېټډ پرس خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته تر سفر وروسته له افغان حکومت سره د خبرو پیلولو لپاره د خالي/ شنبې په ورځ بیرته دوحې ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د ژر پېلېدو دپاره قطر ته سفر کړی دی.

کابل د یورپي اتحاد د دریځ ملاتړ وکړ

یورپي اتحاد او کېنېډا په طالبانو غږ کړی چې سمدستي دې په افغانستان کې ډزبندي وکړي. د افغانستان خارجه وزارت د یو بیان په جاري کولو سره، په افغانستان کې د یورپي اتحاد د استازولۍ او د کینېډا د سفیر دغه ګډ بیان ستایلی او هرکلی یې کړی دی.

د یورپي اتحاد او کېنېډا په بیان کې له طالبانو غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته احترام وکړي او د ملګرو ملتونو د سکرېټري جنرل او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنې په خیال کې ساتلو سره دې سمدستي بدون د قید او شرطه، په ټول افغانستان کې سرتاسري ډزبندي وکړي.

په بیان کې راغلي چې ټول افغان سیاسي قوتونه دې د مخ ته راغلې موقع نه د یوې دوامداره سولې دپاره ګټه پورته کړي او پرته له ځنډه دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. بیان زیاتوي چې افغانستان د یوې "دوامدارې، منصفانه، او ټول شموله" سولې مستحق دی.

په بیان کې راغلي، "په بین الافغاني مذاکراتو به زمونږ نظر وي چې دا مذاکرات د روغې جوړې، یو بل منلو، او ټول شموله روحیې سره مخ ته ولاړ شي، د ښکېلو اړخونو او د ټولنې د استازو ترمنځ یو منصفانه ډائیلاګ وي، او په کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون (آئین) او ادارو درناوی وشي، او همدا راز د افغانستان د نړېوالو تعهداتو یا ژمنو تداوم هم وساتل شي."

د بیان په وروستنۍ برخه کې راغلي، "په افغانستان کې د طالبانو په شمول د سیاسي قوتونو له خوا د نن ورځې پرېکړې او ګامونه به د نړېوالې ټولنې د سبا ورځې پرېکړې او ګامونه روښانه کړي."

د یادولو وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل، په قطر کې د طالبانو او امریکا د لوظنامې یوه له څلورو مهمو برخو ځیني وه او په اول کې تمه وه چې دا خبرې د مارچ په میاشت کې شروع شي، خو د قیدیانو د خلاصون پر سر جنجالونه اوږده شول او دا خبرې تر اوسه څو څو ځله ځنډېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG