لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم سرحدي لارې په سر خنډونو، د پاکستان سوداګرانو او عامو وګړو ته نقصان رسولی


د سوداګرانو او ټرانسپورټرانو ترمخه په تورخم سرحدي لارې باندې د چارواکو له اړخه د غير ضروري خنډونو د لاسه، له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت ډېر کم شوی دی.

دوی وايي د کرونا وبا نه مخکې دغه مشکل نه وو، خو اوس ايکسپورټ او ايمپورټ د تېر وخت په نسبت، ډېر لاندې راغورځيدلي دي.

سوداګران او ټرانسپورټران وايي د وزيراعظم عمران خان له خوا تر سره شوي اعلان باندې اوس هم په مکمله توګه عمل نه دی شوی په کوم کې چې ويل شوي وو تورخم لاره به اوس ۲۴ ساعته تجارت لپاره پرانېستې پاته وي.

د يکشنبې يا اتوار په ورځ ډرائيورانو د پاک افغان لار د هر رنګي ګاډو لپاره تړلې وه او تور يې لګولی وو چې ټريفېک پوليسو د دوی نه په غير قانوني توګه پيسې اخلي.

له افغانستان سره د دوه اړخیزه تجارت د وده ورکولو په لړ کې په تورخم سرحدي دروازې باندې د سنېټ قایمه کمیټې سېفران مشر، سنېټر تاج محمد اپریدي په مشرۍ کې یوه غونډه څو ورځې وړاندې ترسره شوې وه چې د تجارت مخه کې رامنځ ته شوي خنډونه لېرې کړی شي.

په دغه غونډه کې د ټولو محکمو چارواکو ګډون کړی و او د کمیټې مشر له یې باور ورکړی و چې د ډکو ګاډو کليرېنس عمل به نور هم تېزوي.

د سنېټ قایمه کمیټې سېفران مشر سنېټر تاج محمد اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل، د محکمو چارواکو دوی ته باور ورکړی چې ټول خنډونه به ژر تر ژره لېرې کوي. د سنېټ د یادې کمیټې له جولائې میاشتې راهېسې، دغه شپږمه غونډه وه چې په تورخم پوله کې ترسره شوه، د دې غرض دپاره چې د ګاونډي هېواد سره تجارت زیات شي او د سوداګرانو مشکل حل شي.

سنېټر تاج محمد اپریدی وایي له افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت د تېر وخت په نسبت، ډېر کم شوی دی او له دې وجې نه پاکستان ته اقتصادي زیان رسیږي. سنېټر اپریدي زیاته کړه، "زمونږ د معلوماتو مطابق، د څلور اربه روپو ایکسپورټ به کېده، او کوم اېمپورټ به چې کېده، حد اقل اېمپورټ به و، زمونږ د ضرورتونو مطابق به و. سوداګرو ته نقصان خو پخپل ځای دی، زمونږ ملک ته نقصان دی، عوام ته تکلیف دی."

افغانستان ته بهر وړونکو ډرائیورانو ترمخه، په تورخم، خیبر، متنو، کرک، او نورو سیمو کې د اېکسپورټ، ټرانزیټ، او کارګو په زرګونو شمېر کې ډک ګاډي ولاړ دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی او یو ډرائیور نصرالله وایي، په دغه لیکه باندې ستونزې ډېرې دي او روزګار په نشت برابر شوی دی. نصرالله وي او اې ډیوه ته وویل، "زمونږ تکلیف خو دا دی مونږ اوس چېراټ نه مو سمېټ رابار کړي دي. اوس چې راغلو په متنو کې، په باړه کې مو تقریبأ اتلس شپې کړي، پارچه ما سره موجود ده. تورخم ته چې رسېدو، میاشت به وتلې وه. چې بېرته راوتلو، دا ګېټ چې پرانېستل شوی دی، درېیمه میاشت ده او زمونږ دا دویمه پېره ده. مونږ ته اوس دومره ډېر تکلیف دی چې زړه مو بیخي له دې ټرانسپورټه تور شوی دی."

د سوداگرانو د شميرو ترمخه، په تورخم سرحدي لارې باندې د افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت څه کم څلور اربه ډالرو ته رسېدلی و، خو اوس نهه سوه کروړه ډالرو ته راغورځېدلی دی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG