لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د مدرسو د طالبعلمانو څخه به څه جوړېږي— ملا که ترهگر؟


لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د مدرسو د زده کونکو په مستقبل اندېښنې ښودلې دي. ښاغلي باجوه ويلي دي "زیاتره مدرسې علم دينیات (تیهالوجی) ښايي" هغه تپوس وکړو د تيهالوجي د وئېلو ورستو به د دويي نه څه جوړېږي؟ او بیا یې په خپله ځواب هم اوویلو "یا به ترې ملا جوړېږي یا ترهگر"

د رایټرز خبري ادارې د رپورټ تر مخه جنرال باجوه دا خبرې د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې ځلمو ته وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر اوویل ملایان خپل هېواد ته څه ورکوي؟ د پوځ د مشر په خیال د دويي په مستقبل کې امکانات څه دي " نو دويي به څه کوي؟ دويي هېواد له څه ورکولی شي"؟ هغه دا هم اوویل چې د مدرسو په ضد نه دی خو دغلته په ښودونکو درسونو کې بدلون غواړي.

جنرل باجوه وايي چا ورته ويلي دي چې په پاکستان کې د ۲۵ لاکو نه زیات د مدرسو زده کوونکي دي.

په پاکستان کې دا وخت د اتحاد تنظيم مدارس د انتظام لاندې ٣٥٣٣٧ ر جسټرډ، ثبت مدرسې دي. د غیر رجسټرډ شوو شمېر نه دی مالوم، د اندازو په بنسټ د ثبت او نا ثبت شوو شمېر د رسمي شمېرې نه څو زره زیات کیدې شي. په رجسټرډ شوو کې تر ټولو زیاتې مدرسې د سخت دريځو دیوبندي مسلک د مننونکو دي. د بریلوي، اهل حديث، شیعه مسلک مننونکو مدرسې هم په گڼ شمېر کې دي.

په پاکستان کې چې د مدرسو نه طالبعلمان سبقونه پوره کړي نو بیا اکثره په جماعتونو کې امامتي کوي او ديني درسونه ورکوي. خو په دغه جماعتونو کې د دويي څه تړلی امدن نه وي. دويي ته په جماعتونو کې د امامت نقدې تنخواگانې نه ورکول کیږي. دويي ته د خپل خدمت په بدل کې د کلي خلق په فصل کې څه برخه ورکوي. ملایانو ته خلق د جنازو، نکاح تړلو، سنتونو کولو، تراويحو کولو او دم درود لپاره هم نقدې ورکوي او د لوی اختر د قربانو څرمنې هم په زیاترو سیمو کې ملایانو ته ورکول کیږي.

څیړونکي او د پاکستان په مدرسو نظر لرونکي ځيني لیکوالان وايي په پاکستان کې د دينی مدرسو د سوا کیدلو یو علت دا دی چې دويي ديني تعليمات ویړیا ښايي او زدکونکو ته ویړیا خوراک او داستوگنې ځای ورکوي. بل علت دا دی چې په پاکستان کې د عصري زدکړو مرکزونه کم یا غیر معیاري دي. په شخصي میدان کې د سکولونو شمېره سوا ده خو هلته د تعليم کول د هر چا د وس خبره نه ده .

د ملگرو ملتونو ادارې یو این ډي پي او د پاکستان د حکومت یو شريک رپورټ ترمخه په لسو کې څلور پاکستانیان د بې وځلۍ د ليکې نه لاندې ژوند تېروي.

د پاکستان د تعليمي شمېرو اداره نیشنل ایجیوکېشن مېنېجمینټ انفارمېشن سسټم د کال ٢٠١٧ په رپورټ کې وايي په پاکستان کې د سکول نه بهر د ماشومانو شمېره ٢٢.٦ میلینه ده .د تر هگرۍ د لاسه تر ټولو زیاته اغیزمنه په خېبر پښتونخوا صوبه کې 1.5 میلین او په فاټا کې څه کم اته لکه یعني په ټوله ٢٣ لاکه ماشومان د سکول څخه بهر دي.

په پاکستان کې د پوهنې د څارنې یوه خپلواکه اداره انډیپینډینټ مانیټورینگ یونټ وايي په خېبر پښتونخوا کې ١١ فیصده سکولونه اوس هم چاردیواري نه لري. دغلته دماشومانو په خاصه توگه د جينکو چارچوبۍ نشته دی.

د تعليم د پرمختگ او د حکومتي چارو د څارنې پاکستانۍ ادارې الف اعلان یو چارواکي عمر اورکزي ويلي دي په پښتونخوا، بلوچستان او فاټا کې د نور پاکستان په پرتله د تعليم حال ډېر خراب دی.

په پاکستان کې د ډیر وخت راهسې په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کیږي او بنیادي مقصد يې دا ویل کیږي چې مدرسې دې په نصاب کې هم عصري سبقونه شامل کړي. د پاکستان د حکومت دريځ دی د اصلاحاتو دلارې حکومت په مدرسو خپل نظر هم زیاتول غواړي خو مدرسې تر اوسه بدلون منلو ته تیارې نه ښکاري.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG