لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې دې د قومي 12 او صوبايي اسمبلۍ 24 څوکۍ شي


د پښتونخوا د نوو ضلعو د قامي اسمبلۍ غړیو د پاکستان د ائين په ارټیکل 51 کې د ترميم غوښتنه کړې ده. د پخوانۍ فاټا نه د قامي اسمبلۍ غړي غواړي چې په دغو نوو ضلعو کې لکه د پخوا په شان د قامي اسمبلۍ 12 او دغلته د صوبايي اسمبلیو 24 عمومي څوکۍ ورکړی شي.

د پاکستان د سر شمیرو تر مخه دغه ضلعو ته د قامي اسمبلۍ یواځې شپږ او د صوبايي اسمبلۍ 16 څوکۍ ورکړی شوي دي.

د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل دغلته سر شمرې سمې نه دي شوي او باید دويي ته د نورو څوکو په خاطر په ائين کې تر میم وشي.

هغه وویل په دې غوښتنه کې د فاټا څخه د قامي اسبملۍ ټول 12 غړي شامل دي،. هغه وویل دا مني چې د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ سیټونه د سر شمیرو په بنیاد ورکول کیږي خو دويي دا یوه ځانگړې غوښتنه ځکه کوي چې د پخوانۍ فاټا د خلقو شمېر سم نه دی شوې. محسن داوړ وايي څه وخت چې سر شمیرنه کیدله د فاټا خلق د عملیاتو د لاسه د کورونو څخه کډوال شوي وو.

محسن داوړ وايي:

PTM. Muhsin
PTM. Muhsin

"د فاټا حقيقي ابادي د یو نيم کروړ نه زیاته ده، د مثال په توگه چې د ضرب عضب عملیاتو په وخت دويي یو میلین خلق وښودل خو چې کله بیا سرشمیرنه وشوه نو دويي پینځه لکه خلق وښودل"

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

د کرمه ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی هم وايي چې تیر ځل سر شمیره سمه ځکه نه وه چې نزدې 38 لکه اولس د قبايلي ضلعو نه بهر اوسيدل، کوم چې په سر شمیرو کې شمارل شوي نه دي:

"کورنه ړنگ دي، بنیادي سهولتونه نشته ځکه خلق کورونو ته نه دي ستانه شوي"

منير اورکزی دعوا کوي چې دويي سره داسې شمېرې شته دی چې د پخوانۍ فاټا د اولس خلق د پاکستان د مردم شمارۍ نه ډېر زیاته ده. هغه وايي اوس دې ورته پاکستان سیټونه سوا کړي په بله سر شمېره کې به ورته معلومه شي چې خلق څومره دي؟

منير اورکزی وايي دويي د پاکستان حکومت ته په ترميمي بل کې لیکلي دي چې د فاټا سر شمیرې سمې نه دي شوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:30 0:00

فاټا تېر کال د مۍ په 31مه نیټه په خېبرپښتونخوا کې ور گډه کړې شوی وه. دغه وخت ویل شوي وو چې د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ 12 او د سینیټ اته چوکۍ به د راتلونکو پينځه کالو دپاره په خپل ځایې پاتې وي. او له هغې وروستو به نوې حلقه بندۍ کيږي.

ویل شوي وو چې په کال 2019 کې به د قبایلي سیمو دپاره د صوبایي اسمبلۍ خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د اېن ایف سي ایوارډ د لاندې به فاټا ته د24اربو روپو ترڅنګ 100 اربه روپۍ اضافي هم ورکړل کیږي او دلسو کالو دپاره به ورته د1000 اربو روپو ځانگړې پنگه هم ورکول کیږي چې دغه پنگې به یوازې په قبایلي سیمو مصرفیږي.

د قبایلي ضلعو غړي دا هم تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت تر اوسه دغه لوظونه هم نه دي پاللي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG