لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد دی


په نړۍ کې د مطبوعاتو د اذادۍ د څار ادارې، د تازه رپورټ تر مخه پاکستان د خبريالانو لپاره خطرناک هيوادونو کې شامل دی. دا رپورټ چې د زيارت په ورځ خپور شوی دی پکې بنگله ديش او فليپين هم د خبريالانو لپاره خطرناک هيوادونو په فهرست یا نوم لړ کې دي.

د ٢٠١٧ کال د ورلډ پريس فريډم اينډيکس رپورټ کې پاکستان د ١٨٠ هيوادونو په نوملړ کې په ١٣٩ درجه باندې دی. تير کال پاکستان ١٣٦ درجه لرله، سهکال هند ١٣٦ درجه لري.

که څه هم دواڼو هيوادونو کې مطبوعات اذادي لري، خو خبريالان يې د هدفي وژنو، او د مذهبي ډلو لخوا په هدف کيږي.

په پاکستان کې خبريالان او د دوي تنظيمونه وايي حکومت په ټولنيزو ويب پاڼو باندې زيات قابوساتل غواړي او د خبريالانو لپاره د کار بدامنه وضعه د بلوچستان نه واخله تر قبايلي سيمو او اوس پايه تخت اسلام اباد پورې رسيدلی ده.

په اسلام اباد کې په ورستيو کې، په پوځ او دې سره تړلې ادارو باندې انتقاد کونکي گڼ شمير بلاگرز، وتختول شول او ځينو پکې د راخوشي کیدلو ورسته ويلي دي د استخباراتي ادارو تښتولي وو او وهلي ټکولي یې وو.

افغانستان ته نزدې د پاکستان په قبايلي سيمو کې په مېډیا په اذادۍ سره کا نه شي کولې او دهلته څخه د پوځ خبري څانگه ايي ایس پي آر خبرونه ورکوي.

په کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان کې خبريالان د کلونو راهسې په داسې حالاتو کې کار کوي چرته چې دوي باندې حملې کيږي او دوي د خپل کار په وجه تښتول کيږي.

په نيويارک کې ميشت کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس په یو رپورټ کې په پاکستان کې د ١٩٩۴ راهسې د وژل شوو خبريالانو شميره ٦٠ ښودلې ده.

افغانستان په لسټ کې په ٧ نمبر دی او ترټولو خطرناکه هيوادونو په سر کې عراق، شام او د ميکسيکو نومونه دي.

رپورټ وايي د ايشيا پېسېفېک هيوادونو کې تر ټولو زياتې سرغړونې رامنځ ته کيږي چې په چين او ويټنام کې زيات خبريالان او بلاگرز بندی کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG