لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليو ختم کړی شوي وايرس بيا راپېدا شوي


په پاکستان کې د پوليو هغه وايرس چې (پي ټو) نوميږي پينځه کاله وروسته بيا راپېدا شوي دي، د پوهانو په وېنا دا هغه وايرس يا جراثيم دي چې (پي تهري) وایرس ته وده ورکوي، (پي تهري) قسم وايرس ماشومان د ټول عمر دپاره معذوره کوي.

د برتانیې ګارډين ورځپاڼې د پاکستان د پوليو ضد پروګرام او اسنادو په اساس رپوټ خپور کړی او د پي ټو قسم وايرس بيا راپېدا کېدو يې ويلي دي.

ورځپاڼې ویلي په پاکستان کې د پوليو ضد قامي بېړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر مالک صافي ورته د پي ټو وايرس پخلی کړی او په دغه اړوند يې د نور څه ويلو نه ډډه کړې ده.

په رپوټ کې تور لګول شوی چې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د پوليو د مخنيوي د پروګرام دپاره مخکني ځانګړي مرستیال بابر بن عطا په مشرۍ د پوليو وايرس او پېښو په اړوند خبرونه پټ ساتل شوي دي.

ورځپاڼې ويلي بابر بن عطا د غبن د تورونو له امله د چوکۍ څخه استعفی ورکړې ده. د عطا په اړوند ويل شوي چې کله د هغه پرضد چا هم وزیراعظم ته شکایت کړی وزیراعظم يې پرضد شکايت نه دی اورېدلی، په بابر بن عطا يو شمېر نور تورونه هم لګول شوي چې د هغه کارکردګي ښه نه وه او بدانتظامي يې کړې ده.

بابر بن عطا تيره میاشت د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې او ويلي يې ؤ خپلې کورنۍ ته وخت ورکوي.

په پاکستان کې روان کال تر اوسه پورې د پوليو ۸۰ پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې رپوټ شوي چې شمېره يې ۵۹ ده.

بابر بن عطا په ټويټر ويلي د ګارډين لخوا په هغه د لګول شوؤ تورونو په اړوند د هغه پوښتنه نه ده شوې.

ورځپاڼې ويلي د پي ټو قسم وايرس په ديامیر ضلع کې مالوم شوي او پينځه کاله وړاندې چې دا وايرس ختم کړی شوي د دې ويکسين هم د روغتونونو او نورو مرکزونو نه لرې کړی شوي وو.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په پروګرام هم داسې نيوکې کيږي چې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين په سمه او پوره توګه سر ته نه رسول کیږي او ځینې ماشومانو ته څاڅکي نه ورکول کيږي يواځې په ګوتو يې نخښې جوړولی شي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام چارواکي په خپله مني خو د نوم نه څرګندولو په شرط وايي چې د پوليو ضد څاڅکو په کمپاين په بې غورۍ يا غفلت يو شمېر کارکوونکو د څوکو څخه لرې کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG