په پاکستان کې د ټیلي ویژن چېنلو د څار حکومتي ادارې (پېمرا) ټیلي ويژن چېنلو ته لارښوونه کړې چې په عدالت کې روانو مقدمو باندې د بحث څخه ډډه وکړي، ټيلي ویژن چېنلې دې د اندازو او غلطو خبرونو دپاره ونه کارول شي.
پېمرا ويلي ميډيا چېنلې دې هغه نومیالي او بې طرفه څيړونکو ته په پروګرامونو کې بلنه ورکړي چې په موضوع پوهه لري.
په سوشل ميډيا پاکستاني ژورنالسټانو د پېمر د لارښونې هغه برخه راخيستې چې پکې ويل شوي په ټيلي ویژن چېنل د يو پروګرام کوربه د بل ټيلي ويژن چېنل په پروګرام کې نه شي راتلی، او بايد اعتباري، بې طرفه او پوهه لرونکی څیړونکی راوستل شي.
پاکستاني ژورنالسټانو د پېمرا دغه لارښوونې ته سخت غبرګون ويلی دی.
د پاکستان په شخصي ټيلي ويژن (جيو) باندې د يو پروګرام کوربه ژورنالسټ حامد مير په ټویټر ویلي،
"پېمرا زمونږ په قوانينو پورې ټوقې کوي، اېنکرز (پروګرام کوونکو) ته لار ښايي چې د يو بل په پروګرام کې به نه ښکاره کېږئ، زه د درېو لسيزو ژورنالسټ يم ماته حق حاصل دی چې د کالم يا بلې لارې خپل نظر ورکړم زه پوهه يم چې دا کار د پېمرا نه دی نور څوک دي چې د ژورنالسټانو په اورېدو ورته غصه ورځي".
سياستوال فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،
"حاضر سروس يا ريټايرډ، لوستي او نيم لوستي جرنېلان د سیاست سره د چاپيریال، اقتصاد، اېف ای ټي اېف او په هره موضوع خبرې کولی شي، پېمرا ژورنالسټان ولې نه پرېږدي. مفتي کفايت الله د يو ريټايرډ بريګيډيئر سره په ټي وي پروګرام کې د خبرو نه انکار وکړو. اندازه ولګوئ چې د هر چا نه داسې مثال جوړ کړي".
مفتي کفايت لله د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر دی هغه دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد پوليسو نيولی دی.
نوموړي څو ورځې وړاندې په يو ټيلي ويژن پروګرام کې د پوځ په تګلارو نیوکې کړې او يو ريټايرډ پوځي افسر سره يې خبرې اړولې وې.
پېمرا په خپله لار ښوونه کې ويلي چې په موضوع پوهه تن دې په ټيلي ويژن پروګرام له راوستی شي.
د پاکستان تحريک انصاف د حکومت خپلې د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري په ټويټر د پوهې خبرې ته ځواب ويلی او پوښتنې يې راولاړې کړي دي.
"پوهه به څوک وي؟ دا يو خوندور خو غېر ارادي بحث جوړول کيږي. د سياستوال په حېث ماته د سياسي پوهې دپاره د سياست سند (ډګري) پکار ده؟. زما سره د بشري حقونو ډګري نشته ایا ماله په ټيلي ويژن باندې په بشري حقونو په مسلو خبرې کول پکار دي".
پېمرا دا تازه لارښوونه په داسې حال کې کړې چې د روانې میاشتې په سر کې په پاکستان کې د مطبوعاتو مدیرانو، مالکانو او د خبریالانو تنظیمونو په ګډه د حکومت له خوا د ځانګړو "مېډیا عدالتونو" د جوړښت پرېکړه رد کړې او په هېواد کې یې په رسنیو په بندیزونو او له مخکې نه په لګول شویو بندیزونو کې د زیاتوالي په حکومتي وړاندیز اندېښنې څرګندې کړې.
دغه پرېکړه د ورځپاڼو د مدیرانو، مالکانو، ایډیټرانو او خبریالانو د تنظیمونو "آل پاکستان نیوز پیپر سوسایټي"، "کونسل آف پاکستان نیوزپېپر ایډیټر"، "پاکستان براډکاسټنګ اېسوسي اېشن" او د "پاکستان فېډرل یونېن آف جرنلسټ" په شریکه غونډه کې کړې وه.
په پاکسان کې ژورنالسټان وايي دوی به د رسنیو د ازادۍ دپاره مبارزه دوامداره ساتي.