لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تحریک انصاف د حکومت د اقتصادي پاليسو پرضد سوداګرو دوه ورځنی کاربنديز اعلان کړی


په ټول پاکستان کې د سوداګرو اتحادیو په ګډه اعلان کړی چې نن د نهې او سبا د شورو په ورځ به د تحریک انصاف د حکومت د اقتصادي پاليسو پرضد احتجاجا کاروبارونه تړلي پراته وي.

د پېښور، کوټې او کراچۍ د سوداګرو د اتحاديو مشران وايي حکومت غلطې اقتصادي پاليسي راوړي ځکه دوی يې پرضد دوه ورځنی کاربنديز کوي.

د پېښور د سوداګرو د اتحاديې مشر مجيب الرحمان وايي "حکومت چې د نړيوالي مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د انکم ټېکس کومه پاليسي جوړه کړې ده دوی هغه ردوي او هغه دوی ته قابل قبول نه ده او معاشي قتل يې ګڼي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل "په دې پاليسۍ کې ويل شوي چې څوک د ۵۰ زره روپو سودا وکړي د هغه نه دې شناختي کارډ واخيستی شي نو په پېښور کې د يوې زنانه دپاره څنګه ممکنه ده چې شناختي کارډ ورکوي".

هغه زیاته کړه دوی د حکومت نه غوښتنه کوي چې د سوداګرو سره کښېني او يو ځل د ټېکس سمه پاليسي جوړه کړي "مونږ درې زره روپۍ ټېکس ورکوؤ او دوه زره وکيل ته ورکوؤ پکار ده چې د ټېکس يوه پاليسي وي او پينځه زره دې په يو ځای واخلي".

نوموړی وايي د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ کلک ملاتړ کوي.

مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد ازادي مارچ پېل کړی مولانا د وزيراعظم عمران خان د استعفی سره د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي او وايي د تحریک انصاف حکومت په اقتصادي پاليسيو کې په مکمله توګه پاتې راغلی دی.

د ملک د غټ اقتصادي مرکز کراچۍ د سوداګرو د اتحاديې مشر عتيق مير وايي، دا يو اتفاق دی چې د مولانا د مارچ په ورځو کې دوی کاربنديز کوي خو د دوي اصل احتجاج د حکومتي اقتصادي پاليسيو پرضد دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په ملک کې د ټېکس راټولؤنکې ادارې (اېف بي ار) ارادې داسې نه ښکاري چې اصلاحات وکړي ځکه دوی کاربنديز پله لاړل.

نوموړي وويل " مونږ داسې پاليسي غواړو چې په هغې کې درغلي نه وي رڼه وي د ټېکس اخيستو نظام دې واضحه وي اسان دې وي او د اېف بي ار نه دې ټګي ټوري ختمه کړی شي د ټېکس نظام دې داسې جوړ شي چې شرح يې سمه وي او پاک نظام وي".

هغه زياته کړه اوس د اېف بي ار او ايي اېم اېف ترمنځ چې کومې لوظنامې شوي او وړاندې هم داسې شوي دي چې اېف بي ار د ايي اېم اېف په وړاندې بې وسه وي او اوس د عمران خان حکومت هم داسې ښکاري".

ښاغلی مير مني "چې د کاربنديز نه به سوداګرو ته نور زیات تاوان اوړي خو د دوي سره بله لار نشته ځکه چې بازار په ټپه ولاړ دی کاروبارونه نشته او سوداګر سخت اندېښمن دي".

د کوټې د مرکزي انجمن تاجران بلوچستان وياند الله داد ترين وايي، "د سوداګانو په لړ کې دې د ټېکس ټاکلی نظام پر ځای کړی شي، په ټرن اوور د يو اعشاريه پينځه فيصده ټېکس اخیستو په ځای دې په ګټه ټېکس واخيستی شي".

هغه ويلي "سېلز ټېکس دې د توکو جوړؤنکو او بهر نه د سامانونو راغوښتونکو نه واخيستل شي او سوداګر دې ود هولډنګ ايجنټان جوړ نه کړی شي".

د سرکاري ميډيا ترمخه نن د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کابينې غونډه رابلل شوې چې پکې به په ملک کې په سياسي او اقتصادي حالاتو باندې خبرې کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG