لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده عرب اماراتو  د پاکستان او افغانستان په شمول ۱۳ هېوادونو ته نوې ویزې  ورکول بندې کړي


متحده عرب اماراتو د پاکستان او افغانستان په شمول د ۱۳ هغه مسلمان هېوادونو وګړو ته د نوو ویزو ورکولو عمل ودرولی دی چې لوېی اکثریت ابادي پکې د مسلمانانو ده.

رائیټرز خبري اداره وايي خو دا نه دي ویلی شوې چې عرب هېواد اماراتو د کومو وجوهاتو په بنیاد دا تازه ګام پورته کړی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د پاکستان خارجه دفتر تېره اوونۍ ویلي وو هڅې کوي چې د اماراتو حکومت نه د نوو ویزو نه ورکولو د علت وضاحت وغواړي خو ورسره دا ویلي وو دوي ګمان کوي چې دا ګام به یې د کرونا د کېسونو د بیا زیاتېدو له وجې پورته کړی وي.

رائیټرز خبري اداره د پاکستان د خارجه دفتر له خلې دا هم وايي چې د نوو ویزو نه جاري کواو دا نوې ګام به هغه خلک نه اغېزمنه کوي چې د وړاندې نه ورته د اماراتو ویزې ورکړی شوي وي.

رائیټرز خبري اداره وايي چې کومو هېوادونو ته د نوو ویزو نه ورکولو امر شوې په هغو کې د پاکستان او افغانستان نه علاوه د ایران، شام، عراق، یمن،ترکي، تونس، لبنان، صومالیه، کېنیا او الجېریا هېوادونه شامل دي.

رائټرز خبري اداره وايي چې ددې حکومتي ګام په اړه ورته خبر د هغه سرکاري خط نه په لاس ورغلی چې کوم د حکومت په سرپرستۍ کې د جوړ کاروباري پارک تاجرانو ته لېږلی شو دی.

خو خبري اداره وايي چې په دې اړه د اماراتو حکومت لا څه نور خبره نه ده کړی.

د یوې اندازې ترمخه په متحده عرب اماراتو کې د کرونا وبا نه وړاندې د پاسه ۱۰۵ میلینه پاکستاني او هم نزدی دومره شمېره کې افغان وګړو روزګارونه کول چې لوېی اکثریت پکې د خواري کښو دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG