لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په شکتوئې سیمه کې د وروستیو پېښو په اړه فکرمندۍ راپارېدلي


د جنوبي وزیرستان محسود ګرینډ جرګې ویاند حیات پرېغال وایي شکتوئې سیمه کی د تیرو درې ورځو ورځو راهسې ګرځبندیز په ځای کړی شوی دی او په دې دوران په عامو خلکو تشدد کیږی او ګرفتارۍ روانې دي. پوځ او ځايي انتظامیې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
شکتوئې د شمالي وزیرستان سره پوله لري او پکې د رابطو هیڅ درک نشته او نه دې سیمې ته خبریالان ورتلی شي چې کره او ریښتونی معلومات تر لاسه کړي.
ځائی خلک وائي دا چاپې یا کرېک ډاون تر هغه وروسته پیل شوی چې درې ورځې وړاندې په سیمه کې د امنیتي سرتیرو په ګاډي باندې یوه چاودنه وشوه. په هغه پیښه کې پوځ د یو افسر په ګډون د درې عسکرو د وژل کېدو او د څلورو د ټپي کېدو پخلی کړی و او ویې ویل چې پېښه د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې رامینځته شوې.

خو د جنوبي وزیرستان انتظامیې ویلي چې پېښه د جنوبي وزیرستان شکتوئي سیمه کې شوې ده. پوځ په خپل بیان کې ویلي و چې د دې پیښې نه پس یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

که څه هم د هغې پیښې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخېستې، خو سیمه ایز خلک وايي د شکتوئې سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو په ځای کړی شوې او د ګرځ بندیز پرمهال عام خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي، ځورول کیږي، او تشدد ورباندې کیږي.

وي او اې ډیوه په دې اړوند د پوځ د ویاندې ادارې آی اېس پي آر، او د جنوبي وزیرستان له چارواکو نه معلومات غوښتي خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ویلی.

په سیمه کي یو اعلی امنیتي چارواکي د نوم نه اخېستو په شرط وویل، کرفیو دوام لري او په دې دوران شپږ ویشت (۲۶) کسان نیول شوي چې پکې اوس نهه کسان د پوځ په ولکه کې دي او نور خوشې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې سبا ته به نور څلور کسان پرېښودل شي او پېنځه شکمن کسان به ساتل کیږي. د هغه په خبره دا د جنوبي وزیرستان سیمه ده خو انتظام یې د شمالي وزیرستان له فوځ سره دی او دې کې به کرفیو تر نا معلومه نیټې پورې دوام لري، تر هغو چې په بشپړه ډول دا سیمه چاڼ کړی شوې نه وي.

بل اړخ ته د جنوبي وزیرستان د محسود گرېنډ جرگې ویاند حیات پرېغال وائی د چاودنې وروسته په شکتوئې سیمه کې پوځ د عامو خلکو پرضد کرېک ډاون پیل کړی او تر دوه سوه پورې عام کسان یې ګرفتار کړي دي.
هغه زیاتوي چې دا کسان یې په یو سکول کې بند کړي او په دوی دومره تشدد کیږي چې چغې د سکول نه بهر تر لېرې وریا اورېدل کیږي.
د حیات پرېغال په خبره شکتوئې د جنوبي او شمالي وزیرستان ترمېنځه یو بفر زون دی چې د راه نجات او ضرب عضب عملیاتو پرمهال پکې عملیات نه دي شوي، خو د پوځ او وسله والو له امله د دې سیمې خلک د زیان سره مخ کیږي.
بل پلو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم په دې اړوند په نهم ستمبر د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې د پرلت اعلان کړی دی.

په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي اېم یوې جلسې ته وینا کې ندیم عسکر وویل، د تېرو درې ورځو راهسي پوځ په عامو خلکو تشدد شروع کړی او په سلګونو شمېره خلک یې ګرفتاره کړي دي. هغه وویل د موبایل او انټرنیټ سهولت د نشتوالي په وجه، د سیمې نه پراخه معلومات نه ترلاسه کیږی او د دوی یو پلاوی به سبا ته د شکتوئې سفر کوي او په خپله به د حالاتو جاج اخلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG