لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې پاکستاني کډوال ولې ښکېل دي؟


د پاکستان څخه گاونډي هېواد افغانستان ته د کډوالو شوو پښتنو په بیرته ستنېدلو کې په حکومتي کوښښونو نيوکې سوا شوي دي. د پاکستان له خوا د لارو بندولو په سبب په خوست کې ښکېل کډوالو ډیوه ته ويلي دي ، ٢٣٠٠ کورنۍ بیرته ستنېدلو ته تیارې دي خو حکومت یې د بوتللو بندوبست نه کوي، ولې د حکومتي چارواکو دریځ دا دی چې کډوال د خپلې سستۍ د لاسه هلته حصار دي.

د شمالي وزيرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدي ډیوه ته اوویل حکومت په خوست کې پاتې کډوال بیرته راوستل غواړي خو دويي لا خپل فارمونه، نه دي ډک کړي. هغه اوویل دا کډوال به هرور مرو راولي خو کله، دا نيټه نه شي ورکولی.

د پاکستان حکومت افغانستان ته کډوال شوؤ پښتنو ته دبیرته ستنېدلو دپاره په دسمبر ٢٠١٦ کې یو فارم ورکړو په کوم کې چې د کورنۍ د تمامو غړو دنومونو، په شمالي وزيرستان کې د درک او د پاکستان دقامي پیژنگلو د کارډ نمبرې وغوښتل شوې.

ښاغلي افريدي اوویل د خوست څخه څلور زره گډې بیرته راوستل شوي دي او پاتې به هم په دغه طريقه راولي . هغه اوویل:

"کډوال دې زر تر زره ماته خپل فارمونه راولیږي چې زه یې سرکار ته ورکړم او د کډوالو د ستنېدلو تاريخ ترې واخلم"

کامران افریدی وايي څلور زره کورنیو دغه فارمونه ډک کړل اوهغه بیرته راغلې، هغه وايي باید هلته پاتې نورې کورنۍ هم دغه فارمونه ډک کړي.

د خوست د گلانو په کېمپ کې یو کډوال د نوم نه ښودلو او خپل غږ نه نشر کولو په شرط ډیوه ته اوویل دويي فارمونه ډک کړي دي او بیرته ستنېدل غواړي خو د پاکستان حکومت دويي بیرته نه بوتلل غواړي. دغه کډوال په حکومت د خپل شک څه علت اونه ښودلو خو یاده یې کړه دويي سره حکومت لوظ کړی ؤ چې د روان کال په نهمه میاشت کې به یې یبرته د بوتللو بندوبست وکړي.

د ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ته خپل نوم اوغږ ولې نه ورکول غواړی؟ دغه تن اوویل:

"مونږ ته گواښونه شوي دي چې د مطبوعاتو سره به خبرې نه کوئ، پخوا چې چا هم خبرې کړي دي هغه وژل شوي دي"

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د مطبوعاتو سره د خبرو کولو ورستو د گلانو په کېمپ کې د وزیرو یو مشر عمر خان وزير وژل شوی ؤ. د خوست د گورنر ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د عمر خان د وژلو تصدیق کړې ؤ. هغه ويلي وو د عمرخان وزیر د چا سره ښکاره دښمني نه وه. خو په کېمپ کې دېره د نورو خلکو په وینا عمرخان وزیر د پاکستان د هغه غوښتنې مخالف ؤ چې وزیر کډوال دې بیرته ستانه شي.

د پاکستان حکومت په کال ٢٠١٦ کې د عملیاتو د ختمېدلو داعلان سره په هېواد کې دننه او افغانستان ته اوښتي کډوالو ته د ستېندلو غږ وکړو.

په پاکستان کې په کال ٢٠١٧ کې په شوو سر شمېرو کې هم ددغه کډوالو څه قسمه اندراج نه دی شوی. یو کډوال ډیوه ته اوویل دويي په دغه عمل چا نه دي خبر کړي.

یو بل کډوال ډیوه ته اوویل دا وخت د گلانو په کېمپ کې دويي د یو شمېر نورو مشکلاتو سره هم مخ دي. هغه اوویل:

"جمی دی یخني ده او د بیمارانو د درملنې هم څه سم بندوبست نشته دی"

د ملگرو ملتونو د کډوالو د خصمانې ادارې یو این اېچ سي آر تر مخه په کال ٢٠١۴ کې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو شورو کیدلو سره سم ځاي خلک د پښتونخوا صوبې یو شمېر ښارونو ته په کډه شوي وو خو د غلام خان، مداخېل، شوال، سیدگۍ او سپين وام څخه نزدې ١٢٠٠٠ زره کورنۍ یا ٧٥٠٠٠ وگړي د گاونډي هېواد خوست ، پکتیتکا او پکتیا ته اوښتې وو.

یو این ایچ سي ار وايي دويي د افغان حکومت په مرسته د کډالو د خصمانې چارې کوي، خو د کډوالو په وینا دغه چارې د دويي تمام حاجتونه نه شي پوره کولی او داچې دويي خپلو کورونو ته ستنیدل غواړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG