لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د ځمکې خلک مو تر اوسه شهادت نه مني" د یو وژل شوي طالبعلم گيله! 


د پېښور په ننۍ حمله کې د وژل شوی قاسم علي شاه خبره په رښتیا آمرشوه — هغه د نومبر په ٢ مه په خپل فېس بک پاڼه ليکلي وو چې جنازې مو په اسمان کې فرېښتو وکړلې- د ځمکې خلک مو تر اوسه شهادت نه مني!

د زرعي تربيتي ادارې په وژل شوؤ طالب علمانو کې د قاسم علي شاه په وينو لړلې جنازه د هغه پلارني کلي ایف ار ډيره اسماعيل خان دره زيندې ته روانه شوه —

​ د قاسم مور مړه ده،د بوډا پلاریې په کلي کې دصندقونو دکان دی، او څلور خویندې یې دي. په پاکستان کې د شریعت د نفاذ لپاره په "مقدسه جگړه" اخته تحريک طالبان پاکستان وايي دا مړي دويي کړي دي.

د ترهگرۍ په ننۍ پېښې اکثرو لوستلو پښتنو په ټولنيزو رسنیو خپل احساسات بیان کړي دي .

وتلی سیاست مدار افراسیاب خټک په خپل ټویټر ليکي چې د بې وځلو کورنیو بلې ډيوې نن ترهگرو اووژلې، هغه د ارواښاد شاعر مقبول عامر یو شعر ورکړی دی چې وايي:

"دشت بے آب سے پوچھو کہ وہاں کے اشجار کن مراحل سے گزرتے ہیں نمو پانے تک"

وتلی نقاد او شاعر فیصل فاران په فېس بک ليکي:

د فتوې د تکلف ضرورت نشته
دپښتون قتل په هر مذهب روا دی

سپين خان په خپل فیس بک د پاکستان په پوځ طنز کړی دی او ليکي:

"د ايي ایس پي آر لخوا د یوې بلې سندرې په تمه یم" په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د ١۴٠ ماشومانو وژل کیدلو ورستو د پاکستان پوځ یوه سندره جوړه کړې وه چې "بړا دشمن بنا پهرتا هی جو بچو سی لړتا هی"

ارمان وزير په فیس بک یو شعر ليکلی دی:

ده اسلام ټول جهادونه دلته کیږي

ايمان نه راوړي کافره پښتونخوا ده

وتلي هنر مند سردار یوسفزی په خپل فیسبک د پښتنو په سیاسي پوهه پورې ليکي:
"داخو که وبا راغلې وې نو دومره جنازې به پښتنو اوگو نه وې وړې
دا خلک خو د برما دپاره نران او دځان دپاره خاموش"

ځلمي سیاست مدار نظام الدين په خپل ټويټر یو شعر ورکړی دی

هديره دہ مړو ډکه ترېنه ښه ده-- د جاهلو بى غېرتو ښار به څه کړم

وتلی هنر مند او انځور گر جمال شاه په ټویټر ليکي :

"رښتېاخبره دا ده چې زمونږ لارې ‌‌‌‌‌‌ډیرې ورانې شوي دي. سیاسي گوندونه بې اتفاقه او بې خولې شوي دي. له هرې خوا پښتانه د یرغل ښکار شوي دي خو سیاسي مشران بیا هم د یو بل خبره نه اوري"

د تعليم وتلی ماهر او د انگریزۍ ادب استاد ناصر خټک په خپل ټويټر ليکي:

حکومت د ترهگرو په ضد د چټکو بیانونو او ځان ستاینې په شور کې د ترهگرۍ ښکار خلکو مړي پټوي، مړي لا پراته دي لا جنازې نه دي شوي او ستاینې ویشل کیږي.

گڼ شمېر پښتنو د پوځ او حکومت نه په خپلو پاڼو تپوسونه کړي دي د پښتنو ځلمو د وژلو دا لړۍ به تر کومې روانه وي، ځيني ليکي د پاکستان ریاست د یوې منصوبې لاندې د پښتنو نوی روښان فکره نسل وژني.

او حېرانونکې خبره دا ده چې د علم په تکل د وتلو ماشومانو او ځلمو د وژنې ویډیو گانې زر زر خپرې شي او د ترهگرۍ ځپلي میدان یعني پښتونخوا اوقبايلي سيمو نه لرې خلک یې په خوند خوند گوري. په ویډیو گانو کې په ظاهره د طالب حمله کونکو د هرې مرمۍ سره د هغويي فکري ملگري د الله اکبر نعره هم پورته کوي.

په پېښور کې د ننۍ حملې یو بل اتفاقي یا (ارادي) اړخ دا دی چې په ظاهره طالب حمله کونکو د جنت گټلو لپاره د اسلام د سپیځلي پېغمبر د زیږېدنې ورځ خوښه کړې ده.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG