لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین وائې، دمشکوکو طالب یاغیانو دخرپ او ترپ په حمله کې لس ‏(‎١٠ ‏)‎ پولیسان وژل شویدی


مقاماتو نن دیکشنبی په ورځ وویل، پرون دشنبی په ورځ دپاکستان دسرحد سره نژدی دهلمند په ولایت کې دپولیسانو په کتار باندی چې عادی گزمه ئې کوله ډزی وشوی. ماموران وائې، ځینی پولیسان دډزو په وخت کې ووژل شول،په داسی حال کې چې شپږپولیسان ونیول شول او وروسته ورنه بیا سرونه پری کړی شول. دغه خبریوه ورځ وروسته له هغی ورکړل شو چې دطالبانو نطاق ادعاوکړه ، یاغیانو دهغه امریکائې کومانډونه نه سرغوڅ کړیدی چې دجون داته ویشتمی‏(‎ ٢٨ ‏)‎ نیټی نه راپدی خوا دکنړ په ولایت کې لادرک شویدی. دامریکا نظامی مقامات وائې،داسی معلومات نلری چې ددغې ادعا رښتیاورباندی ثابت کړی . دطالبانوپاتی کسانو چې دامریکا په مشری قواو دیو دپاسه په دوه زرم کال کې له قدرت نه ایسته کړل، په افغانستان کې دپارلمانی انتخاباتو نه دمخه چې ټاکل شوی دسیپټمبر په میاشت کې وشی، ‏حملی زیاتی کړیدی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG