لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونس قانوني د ولسي جرگې رئيس شو


د افغانستان نوې ولسي جرگې د معارف پخوانئ وزیر محمد یونس قانوني خپل رییس انتخاب کړ.

مخالف مشر یونس قانوني د ولسی جرگې رئیس انتخاب شوی او په لږ اکثریت یې د جمهوررئیس حامد کرزي طرفدار عبدالرسول سیاف ته ماته ورکړې ده . ښاغلئ قانونی چی په اصل تاجک دی ١٢٢ او ښاغلي سیاف ١١٧ رایی وگټلې . ولسی جرگه ټولي ٢۴٩ چوکۍ لری . ولسی جرگې څه د پاسه دیرش کاله وروسته د لومړني انتخاب شوي پارلمان د یوې برخي په توگه خپله افتتاحیه غونډه ددوشنبې په ورځ وکړه . د مشرانو د جرگې چی ١٠٢ چوکۍ لری رئیس پخوانئ جمهور رئیس صبغت اله مجددی انتخابشو . د بشری حقوقو مؤسسو او د انتخاباتو څارونکو په پارلمانی انتخاباتو باندی انتقادونه کړی او ویلی یې دي چی د سیپټامبر د میاشتی په رایگیری کی ټگی برگي شوې ځکه چی په دواړو جرگو کی جنگسالارانو تسلط ساتلی دی .

اکرام شینواري پدې باب دا رپوټ رالېږلئ دئ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG