لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او پاکستان تر منځ نوی بس سرویس پرانستل شو


نن د هند او پاکستان تر منځ د بس سرویس پر نوی پرانستل شوی لاری باندی د پاکستان نه لومړنی بس د هند په لوری ور روان شو .

دا بس چی پکی شپږ ایشت تنه سپاره و د هند د امرتسر ښار پ لور د لاهور نه رهی شو . پاکستانی مامورین هم پدی بس کی و دا بس د سکانو تر ټولو مذهبی ځای د سرو زرو څلی ته روان و.

پاکستان او هند دواړو د تیر کال د دسمبر په میاشت کی دا موافقه وکړه چی د لاهور او امرتسر تر منځ پدی نوی پرانستل شوی لاری به هره اونی دوه بسونو تگ را تگ وکی. هند او پاکستان لا دوخته د نوی دهلی او لاهور تر منځ د بس سرویسونو تگ را تگ شروع کړی د ی.

او بل د پاکستانی او هندی کشمیر د مرکزونوتر منځ هم د بس سرویسونو لاره خلاصه شوی ده.

XS
SM
MD
LG