لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د تاوتریخوالي د لرې کولو لپاره یو سیاسي چوکاټ ته اړتیا


د ملگرو ملتو یو ډپلومات ترج رود لارسن وايي چې د دې ادارې یوه ډله د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د لانجې د حل لپاره اسرائیلو ته پاخه مفکورې وړاندې کړي دي.

لارسن نن د اسرائیلو د دفاع د وزیرې زیپي لوني سره په بیت المقدس کې وکتل. لارسن وویل چې د تاوتریخوالي د لرې کولو لپاره یو سیاسي چوکاټ ته اړتیا لیدله کیږي. خو ده د نور تفصیل د ورکولو نه ډډه وکړه.

لیوني وویل اسرائیل به هغه وخت اور بند ته غاړه کیږدي چې کله حزب الله اسرائیلي سر تیري خوشي کړي او د لبنان په جنوب کې ددې هېواد عسکر ځای په ځای شي. لیوني زیاته کړه چې اسرائیل د حزب الله بې وسلې کول د یو تضمین په ترڅ کې غواړي.

د ملگرو ملتونو یو ډله چې ویجې نامبیار یې مشري کوله د دوشنبې په ورځ په بیروت کې د لبناني مقاماتو سره خبرې وکړې.

نن په بروکسل کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان د یوې غښتلي او زیاتې بین المللي قوې لپاره غوښتنه وکړه تر څو د لبنان په جنوب کې اوضاع با ثباته کړي او د دې هېواد حکومت دې ته وخت پیدا کړي تر څو حزب الله بې وسلې کړي.

XS
SM
MD
LG