لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په شمال کي د جنگ سالارانو تر مینځ په جنگونو کي څلور تنه وژل سوي دي


افغان مقامات وايي د هغه هیواد په شمالي سیمو کي د دوو دښمنو جنگ سالارانو تر مینځ په جنگونو کي لږترلږه څلور تنه وژل سوي او په سلهاوو نور د خپلو کورونو خوشي کولو ته مجبوره سوي دي.

افغان مامورین وايي دا جنگونه څه د پاسه یوه هفته مخکي د فاریاب په ولایت کي پیل سول. پدې نښتو کي، د متخاصمو جنگ سالارانو عبدالرشید دوستم او عبدالمالک په سلهاوو جگړه مارانو برخه اخېستې وه.

افغان چارواکي وايي د دوشنبې د ورځي په جنگونو کي د یوه ملکي سړي په شمول څلور تنه وژل سوي دي.

په افغانستان کي د ناتو یو ویاند، مارک لېتي، وايي افغان امنیتي قواو د فریاب د ولایت پر وضع باندي خپل کنترول بېرته ټینگ کړی دی او ددغه بحران د حلولو لپاره د دواړو متخاصو ډلو سره په خبرو لگیا دي.

د دوشنبې د ورځي په یوې بلي حادثې کي، طالب یاغیانو د هلمند په ولایت کي یوه اویا کلنه ښځه او د هغې زوی اعدام کړل. محلي مقامات وايي طالبانو دا دواړه کسان حکومت ته د جاسوسۍ په الزام تورن کړي وو.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG