لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمولانا حسن جان دجنازې په موقعه سخت اړى ګړى


دجمعيت علماء اسلام نوميالى مشر ،دقومي اسمبلۍ پخوانى غړى اؤ دوفاق المدارس مرستیال مولانا حسن جان نن سحر دزرګونو غمژنو سترګو په وړاندې داوښکو اؤ سلګو په غمژنه فضاء کې خاورو ته وسپارل شو.
ددۀ دجنازې نمونځ دپيښور په قيوم سټيډيم کې ادا کړى شو.
دجنازې په موقعه دمولانا حسن جان په زرګونو شاګردانو اؤ عقيدتمندو دپاکستان دکورنيو چارو وزير افتاب احمدخان شيرپاؤ اؤ دصوبه سرحد وزيراعلى اکرم خان دراني دجنازې نمانځه ته پرې نۀ ښودل اؤ سټيډيم ته يې ددوي دورتګ مخه ونيوله په دې موقعه پاريدلو خلقو دصوبه سرحد په وزيراعلي اکرم خان دراني دکاڼو ګزارونه هم وکړل اؤ دحکومتي چارواکو په ضد سخته نعره بازي وشوه.
دکړکيچن صورتحال له امله دجنازې دنمونځ په ادائيګۍ کې تر ډيره وخته تاخير وشو.
دجمعيت علماء اسلام نوميالى مشر اؤ دقومى اسمبلۍ پخوانى غړى مولانا حسن جان مدني چې تيره ورځ دپيښور وزير باغ سيمه کې دروژه ماتي نه پس دنامعلومو وسله والو لخوا وژل شوى ؤ نن يې دپيښور په قيوم سټيډم کې دجنازې نمونځ وکړى شو.
دجنازې په موقعه چې کله دکورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاؤ اؤ دصوبه سرحد وزيراعلي اکرم خان دراني دجنازې نمونځ کې دبرخې اخستو دپاره قيوم سټيډيم ته راورسيدل نو په دې موقعه دمولانا حسن جان په زرګونو عقيدتمندو او شاګردانو دحکومت په ضد سخته نعره بازي وکړله اؤ دواړه لوړپوړي حکومتي چارواکي يې دجنازې نمونځ کې ګډون ته پرې نۀ ښودل.
دجنازې دنمونځ دپاره په زرګونو کسان سټيډيم کې دننه اؤ بهر موجود وؤ.
اؤ پوليس په دغه موقعه سخت حفاظتى اقدامات کړي وؤ. دجنازې ادا کولو وروستو دمولانا حسن جان مړى پيښور سره نزدې په څوکنو سيمه کې دمولانا حسن جان په مدرسه”احسن المدارس “ کې خاورو ته وسپارل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG