لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پو ځي عملیات به په پښتنو بده آغېزه ولري ـ مایکل شینک


مائيکل شينک په واشنګټن ډي-سي کې د3 ډى ددفاع ،پرمختيا او سفارتکارۍ دپاره دصلاح کارې ډلې (تهينک ټينک) رئيس دے
دترهه ګرۍ په ضد جنګ او پښتانۀ (دخپل تحفظ دپاره جنګ)
پحقله دنړۍ دزيات پام راګرځولو په غرض دۀ اوس اوس يو تحقيقي مضمون ليکلى دى چې پکې دپښتنو نه غوښتنه شوې ده چې ستاسو کورونه کنډواله شوي دي، راپورته شئ او دا سردوباره جوړ کړئ او مۀ هيروئ چې تاسو کوم قام سره تعلق لرئ، شينک پښتنو ته ددوى دقهرمان او دعدم تشدد دفلسفې دمخکښ خان عبدالغفار خان يادګيرنه ورکړې ده.
پخپله ژوره مشاهده کې دۀ د افغانستان اوپاکستان دپولې په سيمه کې دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دامريکې په ستراتيژۍ ټکونه کړي دي.
دامريکا غږ د(ډيوه ريډيو) نطاق ايم قاسم يوسفزي سره مرکه کې دخپلو خيالاتو څرګندولو په وخت دۀ خبردارى ورکړو چې دپوځى لارې مقاصد نۀ شي ترلاسه کيدى.
مائيکل شينک وويل چې احتمال لري چې دطاقت استعمال په تاريخي توګه ميړني پښتانۀ دامريکا ضد قوتونو طالبانو سره يو کړي، او زۀ دا په ډاګه وايم چې دترهه ګرۍ ازميښت سره مخ پښتانۀ پخپله دځان دپاره هدف ټاکلى شي.
شينک زياته کړه چې دډيورنډ کرښې خپل قانوني حيثيت دلاسه ورکړي دي، بيا هم دۀ خبردارى ورکړى دى چې واشنګټن به دخپلواکه پښتنې سيمې مرسته نۀ کوي دا ځکه چې دامريکې ځانګړې پاليسي په نړيوال کچ دقومي رياسي نظام جوړولو څخه دفاع کوي.
مائيکل شينک ويلي دي چې دجمهور رئیس جارج ډبليو بوش او ددۀ داتحاديانو داستراتيژي به چې دافغانستان او دپاکستان په سرحدي سيمو کښې به طالبانو او نورو اورپکو قوتونو ته ماتې ورکړي خپلو مطلوبه مقصدونو ترلاسه کولو کې کامياب نۀ شي-
دۀ وويل چې پوځي عمليات به په پښتنو بدې اغيزې وکړي او دوي به طالبانو او نورو بنسټ پالو قوتونو سره شامل شي دجمهور رئیس بوش اودترهگرۍ خلاف جنګ کښې ددۀ اتحاديان ، جنرال پرويز مشرف او دجمهور رئیس حامد کرزى يواړخيزه خيال لري چې طالبانو سره دې يوازې په پوځي طريقه سلوک وکړى شي.
شينک په دې لړ کې دواړو اړخو دپاره دترهه ګرۍ په ضد دجنګ ګټلو په غرض ګڼ اړخيزې لارې په ګوته کړې، دۀ ووئيل چې دستونزې دائمي حل داسې کيدى شي چې په هاغو سيمو کې چرته چې دطالبانو موجوديت سيوا دى بايد دستراتيژۍ ديوې برخې په توګه پرمختيايي ګامونه واخستل شي داوږدمهاله ګټو دپاره بنسټيزه پوښتنه دا ده چې دډيورنډ دکرښې دواړو غاړو ته ميشته پښتانۀ په مختلفو طرحو کې شامل کړى شي هغه پوځى وي يا کۀ نورې .
دۀ په ډاګه کړه چې دترهگرۍ په ضد جنګ دپاره دټولې بوديجې يوه برخه په پرمختيا مصرف کيږى او دا ښايي چې له بده مرغه دځپلو خلقو مقصد اوس هم په بشپړ ډول نۀ ترسره کيږي سياسي شينونکي خبردارى ورکړو چې خرابه ستراتيژي ددې لامل کيدى شې چې پښتانۀ يا دجنګ برخه جوړه کړي کومه چې دوى نۀ غواړ او يا يې دامريکې ددښمنانو په ملګرتيا کې ودروي.
د ټرائيکا واشنګټن ، اسلام اباد او کابل چې په خپلو شخصي ګټو څرخي پحقله دۀ پښتنو ته په څرګنده وويل چې خپل يو هدف وټاکي ، ده وويل چې په داسې حالاتو کې دپښتنو دپاره يوه لاره شته خو زۀ نۀ شم ويلى چې دا به څومره عملي وي؟
او هغه لاره بل څه نۀ دي بلکې پښتنو ته پخپلو کې سره يو موټے کيدل دي، په نورو ټکو کښې نۀ کرزے او نۀ مشرف به ددوى بچ کولو دپاره راوړاندې شي ولې چې دوي په اقتدار کې دپاتې کيدو دليل نۀ لري-
پښتنو ته دخپلواکه حيثيت ورکولو پحقله ديوې پوښتنې په ځواب کښې شينک وويل چې تاريخ مونږ ته ښودلې ده چې پښتانۀ په خپلواکه اوسيدو وياړ کوي دۀ خيال څرګند کړو چې د پښتنو دپاره اوس دا مناسب وخت دى چې کابل او اسلام اباد کې خپلو خپلو حکومتونو سره خبره وکړي چې خپلواکي زمونږ حتمي مقصد دى.
د ډيورنډ کرښه چې د غلامۍ د دور پوله ده او د هند برطانيې او د افغانستان د هاغه وخت د امير تر منځه راښکلى شوې وه اوس نور افاديت نۀ لري.
دۀ وضاحت وکړو چې دا خيال چې ګنې د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته ميشته خلق خپلوکښې سره يو کيدى شي به په واشنګټن ښۀ ونۀ لګي ځکه چې سپينه ماڼۍ د خپلې بنيادي پاليسۍ په توګه په ټوله نړۍ کې د قومي رياستونو پلوي کوي.
ددۀ مطابق د ترهګرۍ خلاف دجنګ منصوبه سازان په دې حقيقت باوري دي چې پښتانۀ داسې خلق دي چې دوي انتها خوښۍ ته ډير په اسانه راپورته کړى کيدى شي ځکه چې دا خبره روښانه ده چې دا منطقه د امريکا ضد قوتونو دپاره د ودې ميدان دى.
ددې ټينګاري پوښتنې په ځواب کې چې د پښتنو د جملې څخه څوک د خپلو خلقو ترمنځ د پښتون مشر خان عبدالغفارخان د امن نظريه بيا راژوندۍ کولى شي چې دا شان پښتانۀ په دې مهم وخت کې يو موټى کړي. شينک ووئيل چې دا وخت پښتانۀ يو لارښود ته زياته اړتيا لري دۀ ووئيل چې زۀ ددې سيمې په بابله زيات معلومات نۀ لرم نو ځکه په دقيقه توګه نۀ شم وئيلى چې دا کار به څوک په ښۀ ډول ترسره کړي.
خو دا وخت چې کوم حالات جوړ شوي دي هغه دا غوښتنه کوي چې د پښتنو دې يوداسې لارښود وي چې موجوده کړکيچنو حالاتو څخه د دوي د ويستو لارې ګودرې ولټوي.
د ډيورنډ د کرښې دحيثيت په حقله دې سياسي شنونکي ووئيل چې دا د هاغه وخت د برطانوي سامراج کشاله ده او نړيواله ټولنه ددې کشالې په هواري کې خپل مسؤليت ترسره کولى شي خو دۀ واضحه کړه چې کيدى شي واشنګټن ددې څخه بې طرفه پاتې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG