لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امن لوظنامی ماتول مسؤل طالبان دی ـــ درانی


د امريکا په متحده ايالاتو کښې د پاکستان سفير محمودعلى درانى وائى " شدت خوښو طالبانو د پاکستانى حکومت او قبائيلى مشرانو ترمنځ د شوې امن لوظنامې څخه سرغړونه وکړه.
نو ځکه د پاکستان حکومت په دې خبره مجبور شو چې
په قبائيلى سيمه کښې د القاعده د پټو مرکزونو په ضد فوځى عمليات پيل کړى ".
د امريکا غږ ډيوه ريډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کښې محمودعلى درانى ووئيل چې سيمه ايز طالبان تر دا مهال هم ترهګرو ته پناه او روزنه ورکوى چې وروستو بيا دغه ترهګر په افغانستان کښې عمليات کوى. په پاک افغان پوله د ازغن تار غزولو او مائنونو ښخولو په بابله د يوې پوښتنې په ځواب کښې ښاغلى درانى وائى "دا وروستے ګام دے چې د پاکستان حکومت ئې د دراندازۍ د ختمولو په غرض پورته کوى
" نوموړے زياتوى چې د افغانستان اوپاکستان په ګډه پوله د ازغن تار غزولو او مائنونو ښخولو له امله به د دواړو هيوادونو ترمنځ فاصلې پيدا نۀ شى ځکه چې په پوله مائنونه ښخول او ازغن تار غزول په نړۍ کښې کومه نوې مفکوره نۀ ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کيدونکې امن جرګې په حقله ښاغلے درانى وائى "زۀ هيله مند يم چې دا به دواړو هيوادونو دپاره ګټه ورې نتيجې ولرى".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG