لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دې سمدستي بيړنى حالت ختم کړل شي: بوش


دَامريکاجمهوررئيس جارج بوش دپاکستان په جمهوررييس جنرال پرويز مشرف ټينګار کړى دى چې پاکستان کې دې په سمدستي توگه بيړنى حالت ختم کړې شي او ډيموکراسي دې پر ځايې کړې شي.
واشنګټن کې دترک صدراعظم طيب اردوګان پر ملګرتيا ميډيا سره دخبرو په وخت دَامريکاجمهوررئيس جارج بوش وويل چې پاکستان کې دې په سمدستي ډول بيړنى حالت ختم کړى شي.
نوموړي وويل چې جنرال پرويز مشرف دې پوځي څوکي پريږدي او پاکستان کې دې ټولټاکنې په خپل ټاکلي وخت وکړی شي. ښاغلي بوش زیاته کړه چې پاکستان کې د بيړني حالت له امله جمهوريت ته زيان رسیدلې دی.

XS
SM
MD
LG