لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویز مشرف دې له پوځي څوکۍ تیر شي: امریکا جمهور رئیس بوش


دامريکا جمهوررييس جارج ډبليو بوش ويلي دي چې دپاکستان جمهوررييس جنرال پرويز مشرف دپوځ دسرلښکر او دجمهورري رياست دواړه څوکۍ پريو وخت د ځان سره نۀ شي ساتلى.
ځکه بايد نوموړى زر تر زره دپوځ دسرلښکر منصب څخه تير شي او پر پاکستان کې دکړنلارې ترمخه دعامو ټولټاکنو اعلان وکړي.
پر ورجينيا کې دفرانسيې جمهوررييس نکولس سرکوزي سره دګډمطبوعاتي کانفرنس پرمحال جمهورريس بوش وويل چې دامريکا لخوا جنرال پرويز مشرف ته ويل شوي دي چې مونږ پر پاکستان کې دَ ډيموکراسۍ پلوي يو او بايد زر تر زره دغه هيواد کې ديموکراسي تطبيق کړل شي.
ښاعلي بوش زياته کړه چې دَ ډيموکراسۍ پر حواله دامريکا دريځ کې هيڅ تضاد نشته ، امريکا پاکستان او برما کې ډيموکراسي غواړي خو مونږ بايد دا خبره له پامه ونۀ غورځوؤ چې دپاکستان او برما حالات او ځمکني حقايق جلا جلا دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG