لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظیر بوټو: جنرال مشرف دې دَ واک نه استعفا ورکړي


دَ پاکستان پخوانۍ صدرا‏عظمې او دَ پېپلزگوند مشرې بې نظیر بوټو پرجنرال مشرف دَ جمهور ر ئیسۍ څخه استعفا ورکولو غږ کړی او ویلي دي چې هغه به کله هم دَ جنرال پرویز مشرف لاندې صدر اعظمه جوړه نه شي.
دَ لاهور ښار نه دَ خپل کورڅخه چرته چې هغه نظر بند کړې شوې ده دَ ټیلي فون دلارې نوموړې خبریالانوته وویل که دَ جنرال مشرف ډیکټېټرشپ روان وي نو حالات به نور هم خراب شي.
میرمن بوټو مخکې‏ هم دَ جنرال پرویز مشرف څخه د پوځ دَ سر لښکرنه استعفا ورکولو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې هغه دې یو ملکې جمهور رئیس جوړشي.
خو دا وړومبې ځل دی چې نوموړې دَ جنرال پرویز مشرف څخه دَ استعفا ورکولو غوښتنه کړې.
میرمن بوټو نن دَ لاهور نه دَ جنرال مشرف پرضد اوږد لاریون یا لانگ مارچ کولوچې پاکستاني پولیسو په لاهورکې دَ 7و ورځو پورې نظربند کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG