لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيړنى حالت به ديوې مياشتې  دننه  پورته کړل شي،لويې څارنوال


دپاکستان لويې څارنوال ملک محمدقيوم ويلي دي چې پر هيواد کې دبيړني حالت دپرځايې کيدو وروسته دامنيت وضعه پر ښۀ کيدو ده او که چرې وضعيت هم داسې ښه پاتې شي نو بيړنى حالت تر يوې مياشتې پورته کيدى شي .
له دې وړاندې دپاکستان صدراعظم شوکت عزيزاحتمال ښکاه کړى و چې بيړنى حالت تر يو کال پورې دوام موندلى شي.
خو دنړيوالې ټولنې لخوا دبيړني حالت له امله پر پاکستان دسيوا شوي فشار څخه وروسته دالمړى ځل دى چې لويې څارنوال پر يوه مياشت کې دننه دبيړني حالت دپورته کيدو خبره مطبوعاتو ته کوي.
اسلام اباد کې خبريالانو ته لويې څارنوال وويل چې دبيړني حالت دپرځايې کيدو وروسته دهيواد پر هغه سيمو کې چرته چې ناامني خوره وه اوس ترډيره حده امن ټينګ شوى دى. اومونږ هيله مند يو چې ديوې مياشتې دننه به دملک څخه اضطراري حالت ختم کړل شي.
ملک قيوم داهم وويل چې دجمهوررييس جنرال پرويز مشرف داهليت پر اړه دمقدمې اوريدنه به ډير زر پر ستره محکمه کې پيل شي.
لويې څارنوال وويل دامحال پر ستره محکمه کې نهه قاضيان وجود لري او هر کله چې دغه شمير يوولسو ته ورسيږى نو دجمهوررييس داهليت پر اړه دمقدمې پريکړې ته به لار هواره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG