لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عامې ټولټاکنې به د٩ جنورۍ څخه وړاندې کولى شي : جنرال پرويز مشرف


دپاکستان جمهوررييس جنرال پرويز مشرف اعلان کړ ى دى چې پر دغه هيواد کې به قومي اسمبلي پر پينځلسم نومبر او صوبايي اسمبلۍ به په شلم نومبر ماتولى شي ددې ترڅنګ به عامې ټولټاکنې دنهمې جنورۍ څخه وړاندې کيږي.
اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا پروخت ده وويل چې پر کومو ورځو قومي او صوبايي اسمبلۍ ماتې کړل شي هم پر هغو ورځو به وفاق او صوبو کې موقت دولتونه جوړولى شي.
جمهوررييس مشرف زياته کړه چې پر هيواد کې به دقامي او صوبايي اسمبليو دپاره ټولټاکنې هم پر يوه ورځ کيږي. ده وويل دټولټاکنو دپاره به اليکشن کميسيون ته دوه نيمې يا درې مياشتې وخت ورکول کيږي او هر کله چې دغه ټول عمل ترسره شي نو له امله به يې دافواه ګانو يااوازو څخه هم ساه اوځي .
جنرال مشرف پر ډاګه کړه چې دى به دجمهوررييس پر توګه سوګند وروستو له هغې اخلي کله چې دجمهوري رياست پر ټولټاکنو کې ددۀ دبرياليتوب اعلاميه جاري شي . پرهيواد کې دبيړني حالت دپرځايې کولو دسپيناوي په ترڅ کې جمهوررييس وويل مونږ دا ګام دزياتې مجبورۍ له امله اخستى دى.
ولې چې عدليې پر دولتي کارونو کې مداخله کوله دځواکونو مشران ، سکتران او نور مهم چارواکي به محکمو ته راغوښتى او توهينولى شول ، په هر لوري چاؤدنې او ځانمرګي بريدونه کيدل ، ترهه ګرو او بنسټ پالو دقانون واکمني نه منله پر داسې حال کې چې مونږ بيړنى حالت نه پرځايې کولو نو څه به مو کول؟
جنرال پرويز مشرف ترهه ګري او بنسټ پالي دپاکستان دپاره يو ستر ګواښ وګرځولو او وې ويل که چرې مونږ دترهه ګرو ، بنسټ پالو مقابله دملي يووالي پر روحيه ونه کړو نو ددې ترهه ګرو څخه هيواد ته يو شمير ګواښونه متوجې دي.
جنرال پرويز مشرف وويل چې دقبايلي سيمو څخه وروسته نړۍ وليدل چې بنسټ پالو او ترهه ګرو پر سوات کې هم خپلې مټې مضبوطې کړې اوس که چرې مونږ غواړو چې ددغو خلکو مقابله وکړو نو مونږ ته به خپل ټول قوت پکار راوستل او ددوي مخه نيول وي ترڅو هيواد وژغورل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG