لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير بوټو پر کور نظره بنده کړل شوه


دپاکستان پيپلز ګوند مشره ميرمن بوټو دجمعې په ورځ پر داسې حال کې پر پايه تخت اسلام اباد کې دخپل کور دننه نظربنده کړل شوه چې ټاکل شوې وه نوموړې به دپينډۍ په لياقت باغ کې دجمعې پر ورځ احتجاجي جلسې ته وينا کوي.
دپاکستان دريلوى وزير شيخ رشيد احمد وايي ميرمن بوټو پوليسو دامنيت له خاطره پخپله ولکه کې اخستې ده ولې چې پينډۍ ښار ته دترهه ګرو دننوتلو اطلاع ترلاسه شوې ده.
خو داسلام اباد يو مجسټريټ رانا اکبرحيات بيا وايي چې دميرمن بوټو تر يوې مياشتې پخپل کور دنظربندۍ امر دۀ ته ترلاسه شوى دى.
دپيپلز ګوند مشرې اعلان کړى ؤ چې دجمعې پر ورځ به دپينډۍ په لياقت باغ کې ددولت پر ضد ارو مرو احتجاجي جلسه کوي ولې دولت پيپلز ګوند ته دغلته دجلسې کولو اجازه نۀ وه ورکړې.
دپاکستان دمختلفو برخو څخه دجلسې لپاره لياقت باغ ته دپيپلز ګوند دکارمندانو دټوليدو دمخ نيوي پر غرض دجمعې پر سحر پينډۍ ښار ته غزيدلې ټولې لارې پوليسو، رينجرز او مليشې تړلې وې او هيچا ته يې اجازه ورنه کړه چې لياقت باغ ته لاړ شي.
لياقت باغ ته پرغزيدلو ټولو لويو لارو پر زرګونو پوليس ځايې پر ځايې کړل شوي وؤ.
او دغه پوليسو دلارو پر مينځ کې کنټينرونه او نور خنډان ودرولي وؤ چې له دې امله هي څوک دلياقت باغ پر لوري نۀ شول تللى پر اسلام اباد کې دبې نظير بوټو دکور مخې ته هم تر پينځوؤ سوؤ زيات پوليس ولاړ وؤ.
او کله چې ميرمن بوټو دجلسې لپاره لياقت باغ ته دتګ پر نيت دکوره رابهر شوه نو پوليسو ورته دتګ اجازه ورنه کړه دپيپلز ګوند معاون مشر مخدوم امين فهيم ويلي دي چې پوليسو دپيپلز ګوند دپينځوؤ زرو څخه زيات کارمندان او مشران نيولي دي او مونږ به ددې ګام پر ضد احتجاج ته دوام ورکوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG