لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دَ پيپلز ګوند ١٦٠٠ غړي او مشران پوليسو نيولي دي


دَ پکستان پیپلز گوند ویلي چې دَ میرمن بوټو لخوا دَ ایمرجنسي پرضد احتجاجي مظاهره په اعلان یې گڼ شمېر کارمندان نیول شوي دي.
دپاکستان پيپلز ګوند مشرې او پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو لخوا ددولت پر ضد پر ديارلسم نومبر دلاهور څخه تر اسلام اباد پورې داوږد لاريون کولو داعلان څخه وروسته پوليسو دپيپلز ګونددمشرانو او کارمندانو په ضد پر پراخه پيمانه عمليات پيل کړي.
او تر دې محاله يې دپيپلز ګوند خواؤشا شپاړس سوه کارمندان او مشران نيولي دي د دغه ګوند دپنجاب ايالت يوې مشرې فرزانه راجه مطبوعاتو ته وويل چې ددوي دګوند د زرو څخه زيات غړي دپنجاب ايالت څخه او شپږ سوه غړي دسندهـ ايالت څخه پوليسو نيولي دي.
نوموړې وويل چې پوليس اوس هم دپيپلز ګوند دمشرانو پر کورونو چاپې وهي ترڅو دپي پي پي دمشرانو په نيولو سره دجمعې په ورځ دپينډۍ پر لياقت باغ کې دپي پي پي کيدونکې احتجاجي جلسه ناکامه کړي چې له دې امله دپي پي پي مشران او مهم کارمندان دخپلو کورونو څخه وتلي دي ترڅودګرفتارۍ څخه دځان بچ کولو له امله دحکومت پر ضدکيدونکې احتجاجي جلسه او اوږد لاريون کې برخه واخلي.
میرمن بوټو دړکه ورکړي که جنرال مشرف دَ ایمرجنسي ختمولو هیواد کې دَ ټول ټاکنو او دَ پوځي څوکې پریښدو اعلان دَ 13 نومبر نه وړاندې و نه کړي نو دلاهور څخه تر اسلام اباد پورې داوږد لاريون اوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG