لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نيول شوي کسان خوشې او ميډيا څخه قدغنونه پورته کړل شي: بانکي مون


دملګرو ملتونو عمومي سکتر دپاکستان پر دولت ټينګار کړى دى چې پر دغه هيواد کې دې زر تر زره ډيموکراسي پرځايې ، نيول شوي کسان خوشې او پر ميډيا ايښودل شوي قدغنونه پورته کړل شي.
بانکي مون دغه خبره پر ملګرو ملتونو کې دپاکستان دسفير منير اکرم لخوا دپاکستان دوضعيت پر بابله دملل متحد دستر سکتر پر بيانيه داحتجاج پر ځواب کې کړې ده. بانکي مون ويلي دي چې دى پخپله دې وينا اوس هم ولاړ دى چې دپاکستان پر موجوده وضع انديښنه او افسوس لري.
دملګرو ملتونو عمومي سکتر دپاکستان پر دولت غږ کړى دى چې وکيلان او دَ مدني ټولنې داستازو پر ګډون ټول نيول شوي کسان بايد پريښودل شي او پر ميډيا ايښودل شوي قدغنونه له مينځه يوړل شي.
پر ملګرو ملتونو کې دپاکستان سفير منير اکرم تيره ورځ دبانکې مون پر انديښنه ويلي دي چې پاکستان کې دبيړني حالت پرځايې کول دپاکستان کورنۍ معامله ده.
.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG